امريکا وايي دوی به د لبنان له حکومت سره په بېروت کې د جمعې د ورځې موټر بم چاودنې د پلټنو په برخه کې چې په ترڅ کي يې د دغه هېواد د ملي امنيت مشر وسام الحسن ووژل شو، مرسته وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې دغه خبرې د لېبنان له ولسمشر نجيب ميقاتي سره د دغه بريد د غندنې په ترڅ کې پر ټيلفون کړي دي.
وسام الحسن د سوريې د ولسمشر بشارالاسد سرسخته منتقد وو.
د لېبنان مخالفينو د دغه بريد تر شا د سوريې لاس لرل غندلي او پر ولسمشر ميقاتي يې له دې امله کلکې نيوکې کړي چې د دغه بريد مخه يې نه ده نيولې.












