د ولسمشر پر وړاندې د درېیو ښځو ټاکنیزه مبارزه

درېیو کاندیدانو د بیلاروس راتلونکې میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر پر وړاندې لاسونه سره یوځای کړي

د عکس سرچینه، Viktor Babaryko Media Team

د عکس تشریح، درېیو کاندیدانو د بیلاروس راتلونکې میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر پر وړاندې لاسونه سره یوځای کړي

ایا یوه ګډ دوښمن ته د ماتې ورکولو لپاره به له خپل مخالف سره یوځای شئ؟ په بیلاروس کې درېیو ښځو همدې کار ته ملاوې تړلې دي، ګوندي اختلافونه یې یوې خوا ته پرېښي چې د هغه سړي پرضد په ګډه کار وکړي چې له ۲۶ کلونو یې پر هېواد واکمن دی او خپل کابو ټول مخالفان یې بندیان کړي دي.

دې درېیو ښځو د سیاسي مبارزې په لار کې هر ډول ګواښ منلی دی.

سواتلانا تیخنووسکاوا، ویرونیکا څیپکالو او ماریا کورلیسنیکووا سره یوځای شوې دي چې بیلاروس کې د راتلونکې میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د واکمن مشر پر خلاف کمپاین مخته بوځي.

که دوی بریالۍ شي، نو تیخنووسکاوا به ولسمشره شي.

هغې هوډ کړی چې د خپل مېړه سیرګي تیخنووسکي - چې بندي شوي او او په ټاکنو پرې د ګډون بندیز لګېدلی لګېدلی، پلانونه مخته بوځي.

مېرمن تیخنووسکي ته چارواکو ګواښ کړی که مبارزه کوي، نو له خپلو ماشومانو دې لیرې وګرځي، خو تر اوسه کوم فشار پرې نه دی راغلی.

نوموړې له ویرونیکا څیپکالو او ماریا کورلیسنیکووا سره لاس یو کړی دی. د ویرونیکا څیپکالو پر مېړه هم د ولسمشرۍ سیالیو کې د ګډون بندیز لګول شوی.

په پام کې ده چې د اګسټ پر نهمه بیلاروس کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي، ولسمشر الکسندر لوکساشینکو بیا د ولسمشر کېدو په هڅه کې دی، خو سیالانې یې د هغه د ۲۶ کلنې واکمنۍ د ختمېدو په هڅو کې دي.

'مېرمنې، میندې او د کور ښځې'

تر پخوا اوس د بیلاروس سیاسي بحثونو کې ښځې ډېرې ښکېلې شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر پخوا اوس د بیلاروس سیاسي بحثونو کې ښځې ډېرې ښکېلې شوې دي

د بیلاروس یوې څېړونکې یانا لیوشینوسکایا بي بي سي ته ویلي: "د دغو مېرمو ابتکار په بیلاروس کې د نرواکۍ ختمولو لپاره دی."

دا وايي، د ولسمشر لوکساشینکو کابو درېیو لسیزو واکمنۍ کې کورنیو ته د هغه پیغام دا و چې د ښځو رول "میندې او د کور ښځې" دی.

ښاغلی لوکساشینکو چې لومړی ځل په ۱۹۹۴ کال ولسمشر شو، غواړي د شپږم ځل لپاره بیا ولسمشر شي.

هغه په وروستیو کې ویلي وو، "چمتو نه دی چې یوې ښځې ته دې رایه ورکړي" او "اساسي قانون د ښځې لپاره نه دی".

خو د هغه څرګندونې د ده د ملاتړو د نارامۍ لامل هم شوې دي.

نوموړي وروسته وویل، چې د خبرو مانا یې له ښځو کرکه کول او د دوی سپکاوی نه و:

"زموږ اساسي قانون داسې لیکل شوی چې ان سړی هم د خپل مسئولیت تر عهدې نه شي وتلی، که دا مسئولیت د ښځې پر اوږو واچوو، نو هغه به ولوېږي چې دا سم کار نه دی."

بیلاروس کې د سیاست نوی پېر دی؟

د بیلاروس د راتلونکي ولسمشر ټاکل کېدو لپاره رایه اچول د اګست پر نهمه پیلېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بیلاروس د راتلونکي ولسمشر ټاکل کېدو لپاره رایه اچول د اګست پر نهمه پیلېږي

د سواتلانا تیخنووسکاوا، ویرونیکا څیپکالو او ماریا کورلیسنیکووا سره یوځای کېدل په بیلاروس کې د تاریخ یو نوی باب ګڼل کېږي.

لیوشینوسکایا وايي، د دوی د ګډ کمپاین یو انځور د ولسمشر الکسندر لپاره یو ګواښ او سمبول دی.

که څه هم دوی ته د نویو سیاسي لوبغاړو په سترګه کتل کېږي، خو هره یوه یې سیاست کې څو کاله تجربه لري.

تیخنووسکاوا د کمپاین په لومړۍ وینا کې وویل: ''زما مېړه سیرګي تیخنووسکي خلک متحد ‎ کړل، نو موږ هم هوډ کړی چې په ګډه خپل هدف ته د رسېدو لپاره سره یوځای شو."

سیرګي یو بانفوذه بلاګر دی، چې ولسمشرۍ سیالیو کې د ګډون بندیز پرې لګول شوی او د پراخو ناامنیو د پلانولو په تور بندي شوی دی.

تیخنووسکاوا وايي، که ټاکنې وګټي، نو غواړي د راتلونکو ټاکنو بهیر شفاف کړي، "سیاسي بندیان" به خوشي کړي او د هېواد د ۱۹۹۴ کال اساسي قانون به بېرته واکمن کړي، چې د ولسمشر د واک موده پکې کمه ده او ولسمشرۍ ته د څو ځله نوماندېدو فرصتونه هم پکې کم دي.

د راتلونکې لپاره هیله

له ۲۶ کلونو راهسې السکندر لوکاشینکو ولسمشر دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ۲۶ کلونو راهسې السکندر لوکاشینکو ولسمشر دی.

ویرونیکا څیپکالو د رد شوي نوماند والري څيپکالو مېرمن ده.

د هغې مېړه امریکا کې د بیلاروس پخوانی سفیر دی، چې د اوسني ولسمشر لپاره یو ریښتینی ګواښ ګڼل شوی.

نوموړی له هغو نهو کاندیدانو دی چې د بیلاروس د ټاکنو کمېسیون یې ولسمشرۍ ته نوماندېدل رد کړل.

د مینسک یوه کمپاین غونډه کې ویرونیکا څيپکالو پر ولسمشر لوکاشینکو تور ولګاوه چې ګنې د بیلاروس د نفوس کمولو هوډ لري:

"زموږ ځوان نسل بهر ته ځي، حال دا چې کورنۍ یې د غوره ژوند په لټه کې دي، ځکه چې دوی هلته ازاد دي."

.

د عکس سرچینه، Getty Images

"هلته د وینا ازادي شته، پیسې شته او تر ټولو مهمه دا چې هلته داسې هیله شته چې د بیلاروس وګړي یې دلته نه لري... موږ غواړو دا بدل کړو."

د ماریا کورلیسنیکووا تجربه یوڅه توپیر لري.

هغه ولسمشرۍ ته د نوماند او مشهور بانک چلوونکي ویکټور بابریکو ویانده وه. نوموړی د اوسني ولسمشر پر وړاندې تر ټولو ډېر ځواکمن نوماند وو.

خو کله چې پر نوموړي د اختلاف او بډو تور ولګول شو، له ټاکنیزو سیالیو بې برخې او بندي کړل شو، ماریا یې پر ځای کمپاین پیل کړ او د ښځو له کمپاین سره یوځای شوه.