د وزن کموولو درمل: ډاکټران او کاروونکي یې څه وایي؟

سړی

د عکس سرچینه، Courtesy of Andrew

د عکس تشریح، انډریو د غوړو کمولو واکسینونه پیل کړل، که څه هم هغه په بریتانیا ​​کې ټاکل شوی حد پوره نه کړ.
    • Author, لویس باروچو ب
    • دنده, بي بي سي نړیوال سروېس

کله چې ګابرېلا د کووېډ وبا پر مهال د ډېر شوي وزن کمولو هڅه پیل کړه، هغې وموندله چې اضافي‌ وزن یې هېڅ نه کمېږي.

دا د برازیل د ریو دې جنیرو یوه وکیله ده چې ۷۶ کیلوګرامه (او ۱۳ پاوه) وزن لري او قد یې ۱،۶۹ متره (پنځه فوټه او شپږ انچه) دی. هغه وایي: "ما هر څه وازمایل" - د سخت رژیم تعقیبولو او د اونۍ شپږ ورځې سختو تمرینونو سره سره یې "هېڅ کار ونه کړ."

وروسته هغې ته د خپلو ملګرو، چې بریالي مسلکي کسان دي، یوه پټه خبره څرګنده شوه - هغوی د وزن د کمولو ستنې کارولې وې او له پایلو یې ډېر خوښ وو.

سره له دې چې ګابرېلا روغ وزن لاره او له ډېر وخت راهیسې د فټنس (اندامونو جوړولو) مینه‌واله وه، هغې (۴۰ کلنې) پرېکړه وکړه چې د وزن کمولو پیچکارۍ وکړي.

هغې د ۲۰۲۴ فبرورۍ کې د ریو دې جنیرو له یوه درملتونه خپلې لومړۍ اوزیمپیک ستنې واخیستې - پرته له دې چې نسخه ولري یا د درملو له قانوني معیارونو سره برابره وي - او بې له طبي څارنې یې کارول پیل کړل.

پایلې نژدې سملاسي څرګندې شوې.

ګابرېلا وايي "دا یو عجیب احساس و. زه به جاپاني بوفې ته تللم، یوازې به مې شپږ د سوشي ټوټې خوړلې، خو داسې به مې احساسوله لکه چې مې د غوښې ډک ټول قاب خوړلی وي."

ګابرېلا نه غواړي چې د وزن کمولو د ستنو کارول یې عام شي، نو بي بي سي د دې مقالې لپاره د هغې د نوم پر ځای مستعار نوم کارولی.

هغه اوس هم کله نا کله دا ستنې لګوي.

هغې زیاته کړه: "کله چې زه ځان ته په هېنداره کې ګورم او هغه څه وینم چې خوښ مې وي، ټول ژوند راته اسان ښکاري."

خو ډاکټران خبرداری ورکوي چې د ګابرېلا په څېر کسان، چې د وزن د کمولو طبي اړتیا نه لري او دا ستنې د ډاکټر څارنې پرته کاروي، له خپلې روغتیا سره لوبه کوي.

'ما یو څه د پړسوب احساس کړ'

ګراف

د وزن کمولو ستنې د چاغښت او له وزن سره تړلو ناروغیو لکه د دویم ډول شکرې درملنه بدله کړې ده.

دغه ستنې چې د اوزیمپیک (Ozempic)، ویګووي (Wegovy) او مونجارو (Mounjaro) په نومونو ډېرې پېژندل کېږي، د بدن د هغه هورمون تولید کموي چې له خوړو وروسته خوشی کېږي او GLP-1 (ګلوکاګون ته ورته پپټایډ ۱) بلل کېږي. دا هورمون د اشتها په تنظیم کې مرسته کوي او انسان د اوږدې مودې لپاره مړښت احساسوي. مونجارو بیا د دویم هورمون GIP (ګلوکوز پورې تړلی انسولینوتروپیک پولی‌پپټایډ) هم هدف ګرځوي.

که څه هم د درملو د نسخې لارښوونې له هېواده تر هېواده توپیر لري، خو دا درمل معمولاً هغو لویانو ته ورکول کېږي چې د ډاکټرانو د سپارښتنې له مخې (چاغ بلل کېږي) یا هغو ته چې BMI یې له ۲۷ تر ۳۰ پورې وي او له وزن سره تړلې ناروغي ولري، لکه د دویم ډول شکره، د وینې لوړ فشار یا د زړه ناروغي.

خو اوس دا ستنې په چټکۍ د وزن کمولو لپاره د خلکو یو عام انتخاب ګرځي - که څه هم هغوی د روغتیا له اړخه اړ نه دي‌ چې وزن کم کړي.

کله چې ګابرېلا ستنې لګول پیل کړل، د هغې BMI ۲۶.۶ و، چې دا د لږ زیات وزن کټګورۍ کې راځي. خو دا شاخص د عضلاتو او غوړو ترمنځ توپیر نه ښيي، یعنې د عضلاتو لرونکي کسان - لکه ګابرېلا - هم کېدای شي د "ډېر وزن" لرونکي وګڼل شي، که څه هم په حقیقت کې روغ وي.

په هر حال، د ګابرېلا BMI له هغه حد ټیټ و چې د درملو قانوني نسخې ته اړتیا لري او هغې هېڅ له وزن سره تړلې ناروغي نه لرله.

د برازیل د اندوکرینولوژۍ او میتابولیزم د ټولنې مشره او استاده سیمونه وان دي ساندي لي وايي:

"دغه درمل د شکرې یا چاغښت د درملنې لپاره جوړ شوي دي، نه د ښکلا لپاره."

هغې زیاته کړه چې ان خپلوان، ملګري او حتی ډاکټران هم ځینې وخت له هغې پوښتي چې دا درمل له کومه ترلاسه کولای شي.

د امریکا د چاغښت د درملو ټولنې مرستیاله ډاکټره بهارتي شیتي وايي، هغه په ټوله نړۍ کې کار کوي - په هند، منځني ختیځ او امریکا کې - او هر ځای دا اوري "چې ډېر کسان یوازې د ښکلا لپاره دا درمل کاروي."

په ټیک‌ټاک او انسټېګرام کې د خلکو د وزن کمولو مخکې او وروسته انځورونه او ویډیوګانې خپرېږي او مشهورو کسانو هم په دې اړه له پټې خبرې کولو ډډه پرېښې ده.

د بېلګې په توګه، په اګست کې د نړۍ له تر ټولو بریالیو ټینس لوبغاړو یوه سرینا ویلیمز هم ومنله چې د وزن د کمولو ستنې یې کارولې دي.

د ټلویزیوني څېرې کېلي اوسبرن هم د دې ستنو د کارولو خبره کړې او په ۲۰۲۴ کال کې یې پر سره غالۍ مرکه کې وویل:

"د وزن کمولو میلیونه لارې شته، نو ولې داسې یوه ونه کاروو چې د تمرینونو په څېر ستړې کوونکې نه وي؟"

انډرو، چې د لندن په مرکز کې د یوه شاندار پینټ‌هاوس مالک او د لوړو مجلسونو کوربه دی، وایي د خپل ظاهري بڼې له امله ناخوښه و، نو پرېکړه یې وکړه چې څه وکړي.

دغه ۴۹ کلن وایي: "ما ځان لږ پړسېدلی احساساوه... د ځان په اړه مې ښه احساس نه لاره".

هغه زیاتوي: "د کرېسمس له رخصتیو وروسته مې فکر وکړ: 'زه باید دا حالت یوڅه بدل کړم'.

په هغه وخت کې د هغه وزن شاوخوا ۹۰ کیلوګرامه و او قد یې ۱.۸۳ متره (۶ فوټه) و. د ګابرېلا په څېر هغه هم عضلاتي بدن درلود، خو د BMI شاخص یې ۲۶.۹ و - چې دا په بریتانیا کې د درملو د نسخې له حده ټیټ ګڼل کېږي.

سره له دې، هغه وایي چې توانېدلی و دا ستنې له یوه انلاین درملتونه وپېري، هغه هم یوازې د ځان‌ارزونې د فورمې په ډکولو سره، پرته له دې چې څوک دا وګوري هغه څه سم لیکلي که نه، یا دا درمل ورته مناسب دي که نه.

هغه د ۲۰۲۴ کال په پیل کې د ویګووي اونیزې ستنې پیل کړې او وروسته یې مونجارو ته مخه کړه. د ګابرېلا په څېر، هغه هم نه غواړي چې د هغه اصلي نوم په دې مقاله کې وکارول شي.

هغه وایي: "تقریباً سملاسي مې احساس کړه چې د خوړو وسوسه مې له ذهنه ورکه شوه... خوند یې راکاوه چې دومره ډېر د خوړو په اړه فکر نه کوم".

اوس هم رستورانتونو ته ځي، خو ډېر لږ خوري.

"زه هېڅکله، یا ډېر لږ کله، هغه شدیده لوږه احساسوم چې پخوا مې لرله."

"موږ ښایي د نادرو جانبي عوارضو شاهدان شو"

لکه څنګه چې د وزن کمولو ستنې (درمل) په چټکۍ سره مشهوره کېږي، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ژر پایلو لپاره بې له ډاکتري څارنې کارول یې خطرناک دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لکه څنګه چې د وزن کمولو ستنې (درمل) په چټکۍ سره مشهوره کېږي، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ژر پایلو لپاره بې له ډاکتري څارنې کارول یې خطرناک دي.

که څه هم ګابرېلا او انډرو د خپلو تجربو په اړه مثبت نظر لري، روغتیا پوهان ټینګار کوي چې ټول درمل له خطرونو سره مل وي او د دې ستنو په اړه لاهم ډېر څه ناپېژندل شوي دي.

که څه هم د GLP-1 درملو لومړنۍ نسخې د ۲۰۰۰ ميلادي لسیزې په پیل کې د دويم ډول شکرې لپاره کارول کېدې، خو یوازې په تېرو څلورو کلونو کې دې درملو په رښتیا سره د محبوبیت چټک پرمختګ ولید، کله چې د نړۍ له ګوټ ګوټه طبي مقرراتو د وزن کمولو لپاره جواز ورکړ.

د انګلیا رسکن پوهنتون د فزیولوژۍ لوړپوړی استاد سایمن کورک وايي:

"موږ په ساده ډول نه پوهېږو چې دا درمل هغه کسانو کې څه اغېزې لري چې یوازې د ښکلا لپاره یې کاروي."

هغه زیاتوي چې کلینیکي ازموینې یوازې د چاغښت یا پر دویم ډول شکرې ناروغانو تمرکز درلود.

د اندوکرینولوژي متخصص او د چاغښت نړیوال فدراسیون مشر ډاکټر برونو هالپرن وايي څېړنې ښيي د چاغښت یا شکرې لرونکو کسانو لپاره دا درمل "نسبتاً خوندي" دي.

خو هغه زیاتوي: "خو که میلیونونه روغ خلک - ځینې یې بې له طبي اړتیا - دا درمل وکاروي، کېدای شي موږ د نادرو جانبي عوارضو ډېر منظم شاهدان شو".

د دې درملو عامو جانبي عوارضو کې دا شاملېږي: ستړیا، کانګې، نس‌ ناستی او قبضیت.

خو نادرې او جدي اغېزې کېدای شي دا وي: ګیسټروپاریسس، چې معده فعالیت ورو یا بندوي او د سترګو یو نادر حالت چې لید کمزوری کوي، پکې شاملېږي.

ګابرېلا وايي تر اوسه یې یوازېنۍ ستونزه د معدې سپک درد دی، چې هغه د ستنو کارولو پر مهال د نه خوړلو او الکول څښلو له ګډې اغېزې بولي.

هغه مني چې "زه له یوه سخت پړاوه تېرېدم".

"تاسو کېدای شي یو ۱۶ کلن ځوان یا ځوانه واوسئ چې د خوړو ناروغي لري او ځان د چاغ ښودلو لپاره د ۳۵ کلن ناروغ په توګه وړاندې کوي"

یوه ستونزه دا ده چې د ستنو د محدودولو هڅې یوازې هغو کسانو ته وي چې نسخه لري.

په بریتانیا کې، دا ستنې یوازې همدې ډول کسانو ته د نسخې له لارې ورکول کېږي.

خو ډاکټران او هغه کسان چې بي بي سي سره غږېدلي، وايي ځینې انلاین درملتونونه په عمل کې یوازې لږ تر لږه څارنه کوي.

کورک وايي: "تاسو په اسانۍ کېدای شئ یو ۱۶ کلن ځوان یا ځوانه واوسئ چې د خوړو ناروغي لري، ځان د ۳۵ کلن چاغ ناروغ په توګه وښایئ او نسخه ترلاسه کړئ. دا خورا خطرناکه ده".

د برستانیا د بازار ځیرک شرکت IQVIA له مخې، د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې شاوخوا ۱،۵ میلیونه کسانو د وزن کمولو ستنې کارولې، چې ۹۵٪ یې انلاین اخیستل شوې دي.

د ۲۰۲۵ کال په پیل کې، د بریتانیا د درمل جوړونې عمومي شورا د انلاین درملتونونو لپاره د ناوړه استعمال، خوندیتوب او د رسولو د کمښت د اندېښنو په ځواب کې د دې ستنو د پلور او نسخې محدودیتونه سخت کړل.

برازیل هم سږکال د ورته دلایلو له امله د دې درملو د نسخو قوانینو سختولو ته مخه کړه.

"د دوی د بدن جوړښت خرابېږي"

هالپرن وايي، یو بل زیان یې دا دی چې دغه ستنې د خلکو نه یوازې غوړ، بلکې عضلات هم کموي/کمزوري کوي او دا په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره رښتیا وي چې نسبتا ډنګر وي.

هغه زیاتوي: "ډنګر کسان چې محدود رژیم مخته بیايي، نه یوازې غوړ، بلکې معمولا عضلات له لاسه ورکوي".

"که وروسته وزن بېرته ترلاسه کړي، د بدن جوړښت یې خرابېږي. د وزن له لاسه ورکولو او بیا ترلاسه کولو دا "څپڅپانده" پړاو د اوږدمهاله وزن ډېروالي خطر زیاتوي".

د دې ستنو هدف دا دی چې هره اونۍ پر مټ(اوږه)، کوناټي یا معده کې وکارول شي، دوز یې په تدریجي ډول لوړېږي.

خو ګابرېلا او انډرو دواړه مني چې دوی دغه درمل کله پرېږدي او کله بیا پیلوي.

ګابرېلا کله له محفلونو وړاندې دوزونه پرېږدي چې ډېر خوراک وکړي او انډرو وايي چې د ټولنیزو پېښو پر بنسټ یې دوزونه بدلوي.

دا کېدای شي له رخصتیو مخکې ستنې اخیستل او بیا څو میاشتې یې بندول شامل وي، بیا یې بیا پیلوي.

همدارنګه رواني خطرونه هم شته.

هالپرن وايي هغه داسې ناروغان ویني چې فکر کوي که وزن کم کړي، د مینې، خوښۍ او منلو احساس به وکړي، خو دغه تمې معمولا واقعیت نه لري.

کله چې خلک د ستنو کارول ودروي او وزن بېرته ورستون شي، ډېر ځله ځان ناکامه ګڼي.

ډاکټر کورک وايي یوه بله ربړه دا ده چې زموږ بدن د اوږدمهاله وزن کمښت سره مقاومت کوي.

"کله چې وزن کم کړئ، بدن یوازې دا نه وايي: 'ښه، کار پای ته ورسېد.' د لوږې هورمونونه زیاتېږي، میتابولیزم ورو کېږي او بدن هڅه کوي هغه څه بېرته ترلاسه کړي چې د خپلې طبیعي نقطې په توګه یې ویني".

هغه زیاتوي ژر تر ژره کله چې ناروغان د ستنو کارول ودروي - هغه چې د لوږې پیغامونه کموي، بدن بیا د وزن بېرته ترلاسه کولو هڅه پیلوي.

دا همدارنګه دلیل دی چې دا درمل یوازې هغو ناروغانو ته د ټول عمر لپاره ورکړل شوي چې ورته اړتیا لري.

'د ژوند د لګښت یوه برخه'

پر خطرونو سربېره، ګابرېلا او انډرو وایي د دې درملو د بندولو پلان نه لري.

ګابریلا مني: "زه فکر کوم زه پرې روږدې شوې یم".

انډرو بیا دې درملو ته د خپلې ظاهري بڼې لپاره د اوږدمهاله ژمنې په توګه ګوري.

"که زه د خپل ژوند پاتې برخه دا مکرر وکاروم، شاید سم وي."

هغه زیاتوي: "شاید زه هم د خپل ژوند پاتې برخې لپاره بوټاکس ته اړتیا ولرم… دا یوازې د ژوند د لګښت برخه ده".