د وزن په کمولو کې د پیچکارۍ له لارې د درملو اغېز

نن سبا به د وزن د کمولو لپاره د پیچکارۍ ډېر سوداګریز اعلانونه اورئ.
خواله رسنۍ هم له دې خبرو ډکې دي چې خلک چاغوالي سره د مبارزې برخه کې د درملو پر اغېزو غږېږي.
دا خبرې او ګنګوسې ټول د دې لامل شوي چې د زون کمولو لپاره درملو ته لېوالتیا ډېره شي. ډېر خلک له ډېر وزن شکایت کوي او وايي "رژیم او ورزش" یې په کمولو کې پام وړ مرسته نه شي کولی.
خو آیا د سماګلوتاید درمل چې د پیچکارۍ له لارې کېږي، د وزن کمولو لپاره یوه معجزیه کېدای شي؟ داسې حال کې چې ډاکټران یې لا هم د عوارضو او پر بدن یې د اغېزو په اړه شکونه لري؟ دا ګنګوسې څومره واقعیت ته نږدې دي؟
جن په انګلنډ کې د کېنټ سیمې اوسېدونکې ده. هغه یو له هغو کسانو ده چې د سماګلوتاید درملو په لومړنیو ازمایښتونو کې یې ګډون کړی دی.
دا درمل د ویګووي په نامه د وزن د کمولو او اوزمپیک په نامه د شکرې ناروغیو لپاره پلورل کېږي.
خو کله ځینې خلک د اوزمپیک درمل هم د وزن کمولو لپاره کاروي.
تاسې به خپل شاوخوا کې د جن په څېر ګڼ شمېر خلک ګورئ، چې د خوړو رژیم سربېره به له نورو بېلابېلو لارو هڅه کوي خپل وزن کم کړي.
سموګلوتاید د هغه هورمون رول لوبوي، چې د خوړو پر مهال زمونږ په بدن کې ترشح کېږي او مونږ ته د مړښت احساس پیدا کوي. دا ماده مو اشتها سوځوي او ماغزه مو تېر باسي چې ماړه شوي یاست.
د دې درملو له کارولو وروسته تاسې ډوډۍ کمه خورئ او ژر مړېږئ.
جن چې کله دا درمل پیل کړل، خوراک یې کم شو، وايي داسې ده لکه "په نشه يې توکو" چې روږدي شوې وي.

هغه وايي په لومړي ځل کفې ته لاړه او د خپلې خوښې خوږو ته یې هېڅ زړه نه کېده چې ویې خوري.
نوموړې وايي:"هیڅ مې خوراک ته اشتها نه وه. وجود مې ویل زه هیڅ څه ته اړتیا نه لرم."
د سماګلوتاید پایلې لنډمهالې دي. څېړنې ښيي د درې درملو له کارولو سره وزن یو کال کېمږي له هغې وروسته بېرته خپل عادي حالت ته راځي.
جن ۲۸ کیلو ګرامه وزن کم کړ،هغې په خپله شپېتمه کلیزه کې (ټایګر مث) الوتکه کې الوتنه وکړه. دا یې یو تر ټولو لوی ارمان و، مخکې د ډېر وزن له امله پکې نه شوه کېناستی.
"زه څو ځله پکې وختم، باور مې نه کېږي چې څومره خوند یې وکړ."
د میتابولیک ناروغیو د طبي څېړنو د ټولنې مشر سټیفان او راهیلي وايي: "نوي سلنه خلک بېرته خپل پخوانی وزن اخلي."
د جن د ازمایښت دوره پای ته رسېدلې او اوس سما ګلوتاید نه کاروي. د درملو له کارولو وروسته اوس د هغې ماغزه لکه پخوا نه تېر وځي او د مړښت احساس نه کوي.
هغه وايي: "ډېره خپه یم، بېرته مې وزن اخیستی، که څوک هغه درمل بېرته راکړي ټوله دنیا به ورکړم."
هغې د وزن کمولو لپاره له دې وړاندې نور درمل هم کارولي، خو اخر یې پرېکړه کړې چې باید جراحي عملیات وکړي او خپله معده کوچنۍ کړي.
جن له خپلې پرېکړې پښېمانه نه ده او د درملو کاورلو وخت د خپل ژوند" تر ټولو ښې شېبې" یادوي.
د درملو له بندولو وروسته بېرته وزن اخلئ
یوازې جن نه ده چې د درملو له کارولو دا تجربه لري. ډېرو کسانو د درملو له بندېدو وروسته بېرته وزن اخیستی.
د طبي څېړنو یو متخصص ډاکټر مارګارېت مک کارتني وايي: "دا داسې درمل دي، چې د د وزن د کمولو لپاره باید په دوامداره ډول وکاورل شي او دا ډېره لویه ستونزه ده."
د بریتانیا د روغتیا ملي داره د سماګلوتاید درمل یوازې د دوو کالو کې د خلکو په واک کې ورکوي.
د درملو له بندولو او بېرته وزن اخیستو وروسته به ګنو خلکو ته دا پوښتنه پیدا کېږي، چې ښه نو ګټه یې څه وه؟
ډاکټر مک کارتني وايي: "دا د هغو کسانو لپاره د خواشینۍ خبره ده، چې کلونه د وزن د کمولو لپاره هڅې کوي. دا چې د حل یوه لار ورته پیدا کړل شي چې اغېزمنه وي او هغه ترې بېرته واخیستل شي، زما په اند دا بې انصافي ده."
خو کله بیا لنډ مهاله د وزن کمښت ګټور هم تمامېدای شي. د بېلګي په ډول ځینې جراحي عملیاتونه یا ځینې ځانګړې درملنې د ځانګړې اندازه وزن پر مهال ممکن کېدای شي.
په هر حال دا نوي درمل دي چې د ستړیا، زړه بدوالي او بانکراس التهاب په څه څېر جانبي عوارض هم له ځانه سره لري.











