'کېدای شي تر ۲۰۳۵ کال پورې د نړۍ نیمايي وګړي د چاغښت تر بریده زیات وزن ولري'

A man stands with an unbuttoned shirt

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, الېس ډاویس
    • دنده, بي بي سي

د چاغښت نړیوال فدراسیون مسوولین وايي، که مناسب اقدامات و نه شي، تر ۲۰۳۵ کال پورې به د نړۍ ټول نفوس نیمايي کسان د چاغښت تر بریده ډېر وزن ولري.

د دې ادارې رپوټ ښيي چې تر څلور میلیاردو پورې کسان به اغېزمن شي چې ډېری به یې ماشومان وي او دا شمېر به چټکۍ سره ډېر شي.

ویل کېږي د اسیا او افریقا ډېری هغو هېوادونو وګړي به دې لړ کې ډېر اغېزمن شي چې یا یې عاید لږ او په متوسطه کچه کې دی. رپوټ وړاندوینه کوي چې دې لړ کې به تر ۲۰۳۵ کال پورې د لګښت کچه هر کال څلور ټریلیونه امریکايي ډالرو ته ورسېږي.

د دې فدراسیون مشر پروفیسر لوئیس باور وايي، د رپوټ موندنې یو څرګند خبرداری دی، چې همدا اوس لاس په کار شي او یا باید د راتلونکو عواقبو لپاره چمتو اوسي.

په رپوټ کې په ځانګړې توګه د چاغو ماشومانو یادونه شوې، چې شمېر به یې د ۲۰۲۰ پرتله دوه برابره شي او نجونې، هلکان دواړه پکې شامل دي.

A woman on a treadmill in China

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په چین کې یوه چاغه ښځه د ورزش په حال کې

په رپوټ کې یادونه شوې، چې له لسو نهه داسې هېوادونه چې د چاغښت پراخ اغېز به پکې څرګند شي په افریقا یا اسیا کې دي او کمزوري اقتصادونه لري.

زیاتو پروسس شویو خوړو ته د تمایل زیاتوالی، غذايي لومړیتوبونه، د خوړو وېش، پېر او پلور کنټرول کمزورې پالیسۍ، د روغتیايي او وزن کنټرول زدکړو کې د مناسبو سرچینو کموالی د چاغښت ډېرېدو له لاملونو یاد شوي دي.

په رپوټ کې د اټکل له مخې ویل شوي چې چاغښت به پر نړیوال اقتصاد هم اغېز وکړي.

په رپوټ کې په ټینګار سره ویل شوي له نړیوال اقتصاد سره د چاغښت تړاو په هکله وړاندې شوي معلومات ''په هېڅ مانا له چاغښت سره د ژوند کوونکو تورونولو ته غبرګون نه دی. ''

په دې رپوټ کې رابرسېره شوي معلومات به د دوشنبې پر ورځ ملګرو ملتونو ته هم وړاندې شي.