امریکايي کورنۍ د چاغښت له کبله له الوتکې وشړل شوه

د عکس سرچینه، SUPPLIED
رینیل او تېري غوښتل چې د تایلنډ بنکاک کې د بدن د ډېر وزن کمولو له جراحي عملیات وروسته، اوکلانډ ښارته ستنې او ۱۱ ګړۍ سفر د الوتکې مخکې څوکیو کې ارام تېر کړي.
خو ددې پرځای چې له سفره خوند واخلي، دواړه خویندې او مور یې هوهانا هغه مهال له خپګان سره مخامخ شوې، چې د تایلنډ د الوتکې عملې یې وزنونه زیات وبلل او ورته ویې ویل چې "د الوتکې مخکې څوکیو کې" ډېر وزمین کسان نه شي لېږدولی.
له دې شپږ میاشتې تېرې شوې، خو لاهم ۵۹ کلنه هوهانا له یادې پېښې ترخې خاطرې لري.
هوهانا وايي: "د الوتکې عملې پر موږ چیغې وهلې چې ستاسو وزن ډېر دی، له معمول مو وزن ډېر دی". خلک په کتارونو کې ولاړ وو او زموږ ننداره یې کوله او د توکو او رسمي پاڼو د کتلو دفتر مخې ته یې زموږ وزنونه تلل، په دې طریقه زموږ ډېر سپکاوی شوی، ان تر دې چې هغه مهال ما سخت وژړل."
هوهانا وايي، ټولنیزه فعاله ده، تر هغو به بیا الوتکه کې سفر ونه کړي چې د بدن اضافي وزن یې کم شوی نه وي؛ ځکه چې نه غواړي دا او لوڼې یې بیا له دا ډول ترخې تجربې سره مخامخ شي.
ډېری هوايي شرکتونه چاغو مسافرو ته د څوکۍ اضافي کمربندونه ورکوي، خو د تایلنډ د هوايي چلن ادارې ویلي، د الوتکې د مخکې سېټونو کمربندونه په هوايي کڅوړو کې له داخله بند دي چې لویېدلی نه شي، خو دغه کورنۍ لاهم حیرانه ده چې دغه شرکت ولې داسې بابیزه پلمه ورته وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images





