ویګووي؛ د وزن کمولو درمل جوړوونکی د اروپا تر ټولو ارزښتناک شرکت

Wegovy

د عکس سرچینه، REUTERS

د وزن کمولو درمل جوړوونکی شرکت Wegovy د اروپا تر ټولو ارزښتناک شرکت شوی او د فرانسې لوکس LVMH شرکت یې څنډې ته کړی دی.

وروسته تر هغه چې د ډنمارک درمل جوړوونکی ستر شرکت Novo Nordisk په بریتانیا کې مشهور درمل وړاندې کړل، ونډې یې لوړې شوې.

د دوشنبې ورځې د معاملو پای کې ددغه شرکت ارزښت د ونډو بازار کې ۴۲۸ میلیارده ډالر (۳۳۹ میلیارد پونډه) و.

دا درمل اوسمهال د بریتانیا د روغتیا ملي اداره NHS او همدارنګه په خصوصي بازار کې موجود دي.

Wegovy د چاغښت د مخنیوي اړوند درملنه ده چې درمل پکې اونۍ کې یو ځل خوړل کېږي او خلک تېرباسي چې مخکې له مخکې د مړښت فکر کوي او په پای کې لږ خواړه خوري او وزن یې ورسره کمېږي.

د رپوټونو له مخې، د اېلان مسک په شان مشهور کسان ددغه درمل کاروونکو له ډلې دي چې دا ماده په امریکا کې په ۲۰۲۱ کال قانون جوړوونکو له لوري تر تاییدولو وروسته یې د هالیووډ د ستورو او عامو خلکو پام ور ډېر کړ.

Wegovy او Ozempic هم د چاغښت د مخنیوي یو ډول اغېز لرونکي درمل دي چې د "معجزه" درملو په نامه یادېږي.

خو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دا ډول درمل د یوه سالم خوراکي او ورزشي رژیم ځایناستی کېدای ه شي.

د ازمېښتي خوړلو پر وخت کله چې خوړونکو دا درمل ودرول، وزن یې یو ځل بیا په ډېرېدو شو.

"ګډوډي"

وزن

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د رپوټ له مخېو نژدې په هرو درو د ډېر عمر کسانو کې یو یې بریتانیا کې چاغ دی چې دا په اروپا کې تر ټولو لوړه کچه ګڼل کېږي.

په نړیواله کچه د واکسین کمښت موجود دی، نو په دې اساس په بریتانیا کې د روغتیا ملي ادارې لپاره ډېره محدوده اندازه رسېدلي دي.

دغه شرکت ویلي، په نړیواله کچه د درملو وړاندې کولو محدودیت ته به دوام ورکړي؛ ځکه چې د لا ډېر تولید په لټه کې دی.

په هارګریوز لنزډاون کې د ونډو جګپوړې شنونکې سوفي لانډ یټس د بي بي سي یوه پروګرام ته ویلي، دغه شرکت "رښتیا هم حیران شوی او ویلي یې دي چې (د خپلې بریا قرباني) شوی دی."

"عادي نه ده چې وګورئ د درملو یو شرکت تر دې حد پورې په عام کولتور کې دومره ټیټ ځای ولري، خو داسې خلک شته چې وايي موږ باید یو ګام شا ته واخلو او ډاډمن شو چې له هغه څه په مناسب او مسؤولانه ډول ګټه واخیستل شي. البته، د درملو لپاره په ګډوډۍ کې تاسو په راتلونکې کې له ډېر خطر سره مخامخ یاست."

په بریتانیا کې د روغتیا ملي ادارې د لارښوونې پربنسټ، ناروغان یوازې په هغه صورت کې Wegovy ته لاسرسی لرلی شي چې پاموړ ډول یې وزن په زیاتېدو شي او په دې درملو کې سماګلوټایډ درمل موجود وي.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د رپوټ له مخېو نژدې په هرو درو د ډېر عمر کسانو کې یو یې بریتانیا کې چاغ دی چې دا په اروپا کې تر ټولو لوړه کچه ګڼل کېږي.

تېره میاشت، یوې نوې ازموینې وښوده چې Wegovy هم د مغزي سکتې یا د زړه د حملې خطر کمولی شي.

په داسې حال کې چې پایلې لا هم د بشپړې ارزونې په حالت کې دي، کارپوهانو موافقه ښودلې چې پایلې یې په ممکنه ډول د پام وړ دي.