روسیه کې د دویمې نړیوالې جګړې د بري کلیزه په پیکه بڼه ولمانځل شوه

ولسمشر پوتین په مسکو کې د جګړې یادګاري لمبې مخې ته ګلونه کېښودل.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ولسمشر پوتین په مسکو کې د جګړې یادګاري لمبې مخې ته ګلونه کېښودل.

روسیه کې د دویمې نړیوالې جګړې پای کې پر نازي جرمني د بري ۷۵ مې کلیزې مراسم په داسې حال کې ولمانځل شول، چې د کورونا وېروس مخنیوي په موخه دودیز پراخ پوځي مارشونه تر سره نه شول.

په دې پیکه مراسمو کې ولسمشر پوتین د جګړې یادګاري څلي سره د تل بلندې لمبې مخې ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

روسیان چې و نه توانیدل په عام محضر کې دغو مراسمو کې ګډون وکړي، پر انټرنېټ یې د کورنیو تصویرونه خپاره کړل او د جګړې کیسې یې سره شریکې کړې.

A woman displays a photo of a loved one in her window in St Petersburg, Russia

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، روسیانو پر انلاین پاڼو د خپلوانو تصویرونه خپاره کړل او د جګړې کیسې یې شریکې کړې.

د شنبې پر ورځ په روسیه کې د ۲۴ ساعتونو موده کې دویم ځل د کورونا وېروس ۱۰ نوي ناروغان تایید شول.

د پخواني شوروي اتحاد په غړو هېوادونو کې په دې مناسبت پراخ مراسم دود دي، چې په شریکه یې په دویمه نړیواله جګړه کې د ۲۶ میلیونو کسانو قرباني ورکړې.

په اوسنیو مراسمو کې جیټ الوتکو د مسکو په اسمان کې الوتنې وکړې، د روسیې د بېرغ درې رنګونه یې په هوا کې خپاره کړل او د پوځیانو یوې ډلګې د کریملین له دېوال سره د ولسمشر پوتین پر وړاندې مارش پاسټ یا رسم ګذشت تر سره کړ.

معمولاً د پخواني شوروي په غړو هېوادونو کې دغه مراسم په پراخه کچه لمانځل کېږي. دا د مسکو مراسمو پروسږنی تصویر دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، معمولاً د پخواني شوروي په غړو هېوادونو کې دغه مراسم په پراخه کچه لمانځل کېږي. دا د مسکو مراسمو پروسږنی تصویر دی.

د روسیې ملي ټلویزیون بیا د پروسږني مارش تصویري کلیپونه خپاره کړل. خو په بېلاروس کې بیا ولسمشر الکساندر لوکاشنکو د کورونا وېروس خطر رد کړ، او ګڼو خلکو د بریا ورځې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ښاغلی لوکاشنکو د منڅک ښار په مراسمو کې په پوځي یونیفورم کې راڅرګند شو او ویې ویل چې د هېواد لپاره یې ممکنه نه ده چې د دغو مراسمو لغو کول ومني.

تېره میاشت روسي ولسمشر ولادیمر پوتین د دې مراسمو لمانځل لغو اعلان کړل، چې معمولاً پکې د پوځیانو او رضاکارو کتارونه، د سره پوځ له تاریخي وسایطو او عصري پوځي تجهیزاتو سره د مسکو په سره میدان کې مارشونه کوي.

Victory Day parades went ahead in Minsk, Belarus

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د بېلاروس په مینڅک کې بیا سږ کال مراسم هم ولمانځل شول.

د شنبې پر ورځ ښاغلي پوتین وویل، روسیه به دغه مراسم په (لا پراخه کچه او تشریفاتي بڼه ولمانځي) خو په کومه راتلونکې ورځ.

د روسیې په ځینو برخو کې د مارچ له وروستیو راهیسې قرنطین تدبیرونه پلي شوي، خو دا مهال د کوویډ - ۱۹ ناروغانو د شمېر له پلوه په نړۍ کې پنځم ځای لري، چې ۲۰۰ سوه زره ناروغان پکې ثبت شوي دي.

Red Square in Moscow is empty

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د مسکو سور ډګر معمولاً د دغسې مراسمو پر مهال له پوځیانو، ټانکونو او نندارچیانو ډک وي.

په یوه وینا کې چې له ټلویزیونه خپره شوه، ولسمشر پوتین وویل:

''زموږ رضاکارو د ژوند لپاره جګړه وکړه، د مرګ پر ضد او موږ به تل د دوی یو موټیوالي او استقامت ته ژمن پاتې شو. موږ پوهېږو او کلک باور لرو چې کله موږ یو موټی یو نه ماتېدونکي یو. ''