د هند یوه ایالت د سپي غوښې پر کاروبار بندیز ولګاوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند په ناګالنډ ایالت کې د سپي غوښې پر سوداګرۍ، پلور او صادراتو بندیز لګول شوی او د څارویو حقونو فعالانو یې هرکلی کړی دی.
د فعالانو له یوه رغنده کمپاین وروسته د ناګالنډ شمال ختیځ ایالت چارواکو دغه بندیز لګولی دی. چارواکو د جزیاتو په هکله څه نه دي ویلي، چې څنګه به دغه بندیز پلي کېږي.
خو یو شمېر مدني فعالان بیا دغه بندیز غندي او په ایالت کې د خوړو پر دودیز رواج یې برید بولي.
د هند په یو شمېر ایالتونو کې د سپي غوښې کاروبار غیر قانوني دی، خو د دغه هېواد شمال ختیځ ځینې اوسېدونکي یې خوندور خواړه بولي.
د هندي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، له لمدبله په یوه ډک بازار کې یو شمېر سپي په ګونیو( بوجیو) کې کلک تړل شوي وو، تصویر یې پر خواله رسنۍ لاس پر لاس کېده او له هغه وروسته ځايي چارواکو د بندیز لګولو پرېکړه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیواله بشري ټولنه (ایچ ایس ای) نومې سازمان چې له کلونو راهیسې په هند کې د سپي غوښې سوداګري پر ضد کمپاین کوي، د ناګالنډ حکومت دغه پرېکړه ستايي.
دغه ټولنه وايي، هر کال به تر ۳۰ زره پورې سپي په قاچاقي توګه ناګالنډ ته لېږدول کېدل، د څارویو په بازارونو کې به پلورل کېدل او ( په کوتک به له وهلو وروسته وژل کېدل.)
له دې مخکې د میزورام ایالت لومړی نوښت وکړ او د سپیو پلور یې ممنوع اعلان کړ. ایالتي چارواکو د یوه قانوني بدلون له مخې د سپي نوم د هغو څارویو له لیسته وایست چې د قصابه کولو لپاره مناسب بلل کېږي.
که څه په خورا پراخه کچه دود نه دی، خو د چین، سویلي کوریا او تایلنډ په ګډون ځینو هېوادونو کې د سپي غوښه خوړل کېږي.








