هوایي چلن اداره: افغانستان ته نړیوالې الوتنې بېرته پیل شوې

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له نږدې درې میاشتې ځنډ وروسته نړیوالو هوايي کرښو افغانستان ته د چارشنبې په ورځ‌ 'چنګاښ څلورمه/ جون ۲۴' نړیوالې الوتنې پیل کړې.

د افغانستان د ملکي هوايي چلن اداره وايي، له نږدې درې میاشتې ځنډ وروسته نړیوالو هوايي کرښو افغانستان ته د چارشنبې په ورځ‌ 'چنګاښ څلورمه/ جون ۲۴' نړیوالې الوتنې پیل کړې.

ترکیش هوايي کرښې له استانبول سهار کابل ته الوتنه درلوده چې ځايي وخت اته بجې یې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر ته ۳۵۰ مساپر ولېږدول.

د هوايي چلن اداره وایي، هوايي ډګر کې ټول تدابیر نیول شوي او ستنېدونکو روغتیایي معاینه کېږي.

د دې اداې ویاند محمد نعیم صالحي بي بي سي ته وویل، د هوايي ډګرونو د چارو د تنظیم لپاره یې چلن لار جوړ کړی.

د هغه په خبره، له دې وروسته به نړیوال او کورني الوتونه د ځانګړو شرایطو له مخې او روغتیايي تدابیرو سره کېږي.

د اماراتو هوايي شرکت هم ویلي، د جون له ۲۵ مې خپلې الوتنې دوبۍ او کابل ته بېرته پیلوي، خو دغه شرکت د چارشنبې په ورځ پاکستان ته بېرته خپلې الوتنې وځنډولې.

تر دې وړاندې په افغانستان کې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې د دوو اریانا او کام ایر شرکتونو له خوا پیل شوې وې.

د ملکي هوايي چلن اداره وايي، ټولو مساپرو ته یې سپارښتنه دا ده چې د سفر پرمهال او په هوايي ډګر کې د روغتیا وزارت لارښوونو ته جدي پام وکړي او وقایوي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

په نړۍ کې د کورونا وېروس د خپرېدو له امله د تیرو درېیو میاشتو راهیسې افغانستان ته ټول نړیوال پروازونه ځنډول شوي وو.

خو یو شمېر هېوادونو د کرونا وېروس په خپرېدو کې د شدت له کمېدو وروسته په تدریجي ډول الوتنې بیا پیل کړې.

امارات

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، امارات پاکستان ته خپلې الوتنې وخڼدولې.

د روان جون په ۹مه نېټه امارات هوايي شرکت اعلان کړی و چې د روانې میاشتې په ۲۵مه کابل ته الوتنې بیا پیلوي.

خو دغه شرکت د چارشنبې په ورځ پاکستان ته خپلې الوتنې وځنډولې.

خلیج ټایمز خپل رپوټ کې وايي، څو پاکستانیو وګړو کې د کورونا وېروس د تشخیص له امله دا الوتنې ځنډول شوې دي.

دا ورځپاڼه زیاتوي چې پاکستان ته د امارات کارګو او خصوصي الوتنې روانې دي.