کورونا وېروس: پاکستان نورو هېوادونو ته الوتنې پیلوي

پاکستان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د پاکستان ملکي هوايي چلن اداره وايي، ملکي الوتنې زیاتوي

په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د کورونا وېروس ناروغانو شمېر له پنځه اعشاریه اته میلیونو کسانو اوښتی، د دغې ناروغۍ له کبله ۳۶۱۲۰۰ کسان مړه شوي دي.

بل پلو د پاکستان ملکي هوايی چلند اداره وايي، په هېواد کې دننه د الوتنو شمېر زیاتوي.

په یوه اعلامیه کې یاده اداره وايي، اضافي الوتنې به د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شي.

د اعلامیې په ټکو اضافي الوتنې به له اسلام اباد، کراچې، لاهور، پېښور او کوټې ښارونو پیل شي. د پاکستان هوايی چلن اداره وايي له نن شپې وروسته د اوټ باونډ الوتنو فعالیت پیلوي.

د بهر مېشتو پاکستانیانو لپاره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سلاکار زلفي بخاري په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د الوتنو فعالیت یوازې د اوټ باونډ (یو لوریزو) لپاره دی او ان باونډ (منزل ته ستنېدونکې الوتنې) به د خوندیتوب له اقداماتو سره عملي شي.

رشي سوناک

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د برتانیا اقتصاد وزیر رشي سوناک په ورځنۍ غونډه کې د وبا حالت معلومات ورکړل

د نوموړي په وینا د ان باونډ الوتنو جدول به په اونیزه توګه خپرېږي. هلته د پاکستان خیبر پښتونخوا صوبې په کورمه سیمه کې په یوه ورځ د کورونا نویو ناروغانو ۴۵ نومونه ثبت شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، د یوې کورنۍ ټولو ۱۹ غړو او د بلې کورنۍ له ۱۶ غړو د ۱۴ تنو معاینات مثبت ثابت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او مسوولینو بیا بي بي سي ته ویلي، خلک باید د کوویډ - ۱۹ ناڅاپي خپریدو ته چمتو واوسي.

بل لور ته اسپانیا کې چارواکي وايي، د هېواد هرې بیوزلې کورنۍ ته هره میاشت د بنسټیز عاید په توګه ۴۱۰ پاونډه ورکوي. په سویلي کوریا کې نژدې ۲۰۰ ښوونځیو له پرانیستل کېدو څو ورځې وروسته ځکه بېرته انلاین فعالیت ته مخه کړې چې په دغه هېواد کې کورونا وبا یو ځل بیا راپورته شوې.

دغه راز په جاپان کې د هېواد لومړي وزیر له لوري د بېړنیز حالت له پای ته رسولو څو ورځې وروسته د کوویډ - ۱۹ نوې پېښې ثبت شوې دي. د روسیې په پلازمینه مسکو کې بیا د اپریل میاشتې لپاره د رسمي تایید شویو مړینو شمېر دوه برابره ده.

روسیه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، روسیه کې چارواکي وايي، په یوه ورځ کې د کورونا له کبله تر ټولو ډېر کسان مړه شوي

په روسیه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له کبله ۲۳۲ کسان مړه شوي دي. دا په روسیه کې په یوه شپه او ورځ کې د کورونا له کبله د مړینې تر ټولو لوړ شمېر دی. په روسیه کې تر اوسه ۴۳۷۴ کسان له همدې کبله مړه شوي دي.

د برتانیا اقتصاد وزیر رشي سوناک د کورونا معلوماتو وړاندې کولو په ورځنۍ غونډه کې وویل، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله ۳۲۴ نور کسان مړه شوي، چې له همدې کبله د ټولو مړو کسانو شمېر ورسره ۳۸ زره ۱۶۱ تنو ته رسېدلی دی.

ښاغلی سوناک وايي، راتلونکو میاشتو کې به د کارځایونو او دکانونو پرانیستل پیل شي، خو په وینا یې حکومت به د مالي مرستې پلانونه کم کړي.

د نوموړي په وینا اوسمهال حکومت د قرنطین بهیر کې د اقتصادي زیان له کبله حکومت له یو میلیون ډېرو کاروبارونو او دندو سره مالي مرسته کوي. نوموړی وايي، له اګست میاشتې وروسته به شخصي سکتور هم خپله ونډه ورکوي.