کورونا وېروس: بریتانیا ۴۰ زره مړي، او د نورې نړۍ حال

د عکس سرچینه، Getty Images
بریتانوي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د کوویډ- ۱۹ وبا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۰ زره تنو اوښتی دی. برتانیا له امریکا وروسته دویم هېواد شو، چې د کورونا وبا له کبله پکې د مړینې شمېر تر ۴۰ زره کسانو اوښتی دی.
له کورونا وېروس سره د مبارزې معلوماتو په ورځنۍ غونډه کې د برتانیا روغتیا وزیر مټ هنکوک وايي، د جون میاشتې له ۱۵ ورځې وروسته به په روغتونونو کې ډاکتران او مراجعین هم ماسک کاروي.
دغه هېواد کې له همدې نېټې وروسته په ښاري ټرانسپورټ کې د سفر کوونکو لپاره ماسک کاروول لازمي بلل شوی. نوموړی وايي، تېرې میاشتې د غم وې، خو اوس چې وضعیت یو څه ښه شوی، لا هم باید ډېر څه وشي.
بل لور ته د کورنیو چارو لپاره د اروپايي ټولنې کمشنره ایلوا جوهانسون وايي، غړي هېوادونه باید د جون له پای ته رسېدو مخکې خپلې پولې پرانیزي.
د دغې ټولنې ځینې غړو هېوادونو په یو شمېر ځایونو کې پولې پرانیستې، خو په نورو کې لا هم تړلې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور ته د امریکا اقتصادي ودې ماهرین حیران کړي دي، چې تېره میاشت یې بازار وده کړې. رپوټونه ښيي چې په مې میاشت کې دوه نیم میلیونه کسانو دندې موندلې او د بې روزګارۍ کچه د اپریل میاشت کې له ۱۴ سلنې په مې میاشت کې ۱۳ اعشاریه اووه ته ټیټه شوې.
داسې وېره څرګندیده چې ښايي د بې روزګارۍ کچه به ۲۰ سلنې ته ورسېږي، خو د ماهرینو په اند په یو شمېر ایالتونو کې د قرنطین نرمښت له کبله توپیر رامنځته شوی دی.
خو نوې شمېرې هم له وبا د مخکینیو هغو پرتله لوړې دي، چې د سږکال په پیل کې د بې روزګارۍ کچه خورا ټیټه شوې وه. امریکا کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو او مړینې شمېر تر ټولو لوړ دی.

د عکس سرچینه، EPA
هلته د مصر قاهره کې د الازهر پوهنتون په جومات کې د جمعې لمانځه ادا کولو اعلان کړی. د دولتي خبري اژانس ایم ای این اي په رپوټ کې ویل شوي، ملا امام او ۲۰ مقتدیان به پکې برخه واخلي.
رپوټ زیاتوي، د جمعې خطبه به پر دولتي او خواله رسنیو خپره شي او لمونځ کوونکي به احتیاطي تدبیرونه وکړي. په مصر کې د کورونا وېروس ۲۹۷۶۷ ناروغان ثبت شوي او ۱۱۲۶ کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اندونیزیا پلازمېنه جکارتا کې بیا د جمعې پر ورځ له دریو میاشتو وروسته تړلي جوماتونه او نور عبادتځایونه پرانیستل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، په قرنطین کې له نرمښت وروسته به راتلونکو اونیو کې رستورانونه، بازارونه او د سیلانیانو مرکزونه هم پرانیستل شي.
لمونځ کوونکو ته ویل شوي، چې جوماتو ته له خپلو جاینمازونو سره لاړ شي او ټولنیز واټن په پام کې ونیسي.
په اندونیزیا کې د کورونا ۲۹ زره ناروغان تایید شوي دي او ۱۷۷۰ کسان له همدې کبله مړه شوي دي، چې ډېری ناروغان یې د جکارتا اوسېدونکي دي.
بل لور ته د بولیویا ولسمشر جناین اینز وايي، هېواد یې په نکاراګوا او ایران کې خپل سفارتونه تړلي او د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره یې د لا زیاتې پانګې تر لاسه کولو په موخه درې وزارتونه هم تړلي دي.








