د پښتونخوا په دیر کې د کورونا ډېرو پېښو چارواکي اندېښمن کړل

کورونا

د عکس سرچینه، Akbar Khan

د عکس تشریح، د رسمي شمېرو له مخې پښتونخوا کې د سا اخیستلو دوه ماشینونه دي چې یو پېښور او بل ایبټ اباد کې دی.

د پښتونخوا په دیر ولسوالۍ کې د دې صوبې له بلې هرې سیمې په کورونا وېروس ډېر خلک اخته شوي دي.

د صوبې د روغتیا څانګه وايي، یوازې کوز دیر کې په کورونا څلور سوه کسان اخته او له امله یې ۱۱ مړه شوي دي.

د کوز دیر د روغتیا مشر ډاکټر محمد نذیر بي بي سي ته وویل، ځینې ناروغان یې د پېښور روغتونونو کې هم مړه شوي، خو له دوی سره یې شمېر نشته:

"ځینې کسان پېښور کې ټېسټ شوي، چې د هغو ریکارډ هم نه لرو. ځکه امکان شته چې په دیر کې ډېر کسان مړه شوي وي".

نوموړی دا هم وايي، په دیر کې د جون په دریمه ۸۴ ټېسټونه شوي چې ۵۷ پکې مثبت و:

"که شمېرو ته ګورو ورځ تر بلې په کورونا اخته کسان ډېرېږي".

نوموړی وايي کوز دېر ډېر اغېزمن شوی، خو وروستیو کې یې یو څه کنټرول کړی، اما که حالات خراب شي، د ناروغانو سمبالولو ته به لومړنۍ اسانتیاوې نه وي.

هغه دا هم وايي، چې پېښور ته هم د ناروغانو لېږدول درې ګړۍ وخت نیسي.

د رسمي شمېرو له مخې پښتونخوا کې د سا اخیستلو دوه ماشینونه دي چې یو پېښور او بل ایبټ اباد کې دی.

پښتونخوا کې د کورونا وېروس ازموینې هم کمې دي او تراوسه تر ۶۶ زرو ډېر ټېسټونه شوي چې لس لکو یا یو میلیون کسانو کې د ۲۱۰۰ کسانو کېږي.

له دې سره د پاکستان تر نورو څلورو صوبو دغه ایالت کې د کورونا کم ټېسټونه کېږي.

کورونا

د عکس سرچینه، Akbar Khan

د روغتیا نړیوالې ادارې ورځنی رپوټ وايي، پښتونخوا کې معاینه شویو کسانو کې ۱۷ سلنه په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي او دا له بلوچستان وروسته تر ټولو ډېر دي.

پښتونخوا کې د پنجشنبې په ورځ له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ۲۱ کسانو مړینې سره په دې صوبه کې له کورونا د مړو شمېر ۵۲۱ ته ورسېد.

د پاکستان په سیند صوبه کې تر ټولو ډېر کسان کورونا شوي چې شمېر یې تر ۳۴ زرو پنځوسوو پورته شوی او ور پسې پنجاب دی چې څه باندې ۳۱ زره کسان کورونا شوي دي.

بلوچستان کې هم ۵۲۲۴، اسلام اباد کې ۳۵۴۴، ګلګت بلتستان کې ۸۵۲ او پاکستان واکي کشمیر کې ۲۸۵ کسان کورونا شوي.

دې سره په پاکستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۸۷ زره ۴۷۶ شو، چې ۱۸۱۱ ترې مړه شوي او نږدې ۳۱ زره رغېدلي دي.