کورونا وېروس؛ ځینې اروپايي هېوادونه لګول شوي محدودیتونه لغوه کوي

A passenger wearing a respiratory mask looks on as she waits at the Terminal T1 of Rome's Fiumicino international airport

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له دوشنبې ورځې راهیسې ایټالیايان خپلو دوستانو او د پېر وپلور ځایونو ته ورتلی شي.

ځینو اروپايي هېوادونو د کورونا وېروس له امله لګول شوي محدودیتونه لغوه کوي. ایټالیا خپلو وګړو ته د سفر کولو اجازه ورکوي او د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ هرکلی کوي. سویس او جرمني هم ویلي، د کورونا له امله پر پوله لګول شوي بندیزونه لغوه کوي.

په ایټالیا کې ۳۱ زره کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي دي.

له دوشنبې ورځې راهیسې ایټالیايان خپلو دوستانو او د پېر وپلور ځایونو ته ورتلی شي.

پر بیزوګانو د کورونا واکسین هیله بښونکې پایله ورکړې

پر شپږو بیزوګانو د کوویډ-۱۹ لپاره ازمویل شوي واکسین هیله بښونکې پایلې لرلې او رزوس بیزوګانو ته یې د کورونا وېروس پر وړاندې مصونیت ورکړی دی.

خو د دغه نوي واکسین په اړه لاهم څېړنې په لومړني پړاو کې دي او مالومه نه ده چې پر انسان به یې د وروستۍ ازموینې پایله هم ورته نتیجه ولري او که نه.‌

څېړونکو دا نوی واکسین په امریکا کې د روغتیا د ملي انستیتوت د څېړنډلې له خوا ازمویل شوی او د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو همکاري ورسره کړې ده.‌

پر شپږو رزوس بیزوګانو دا ترسره شوې ازموینه ښيي چې د ځیګر او سینه بغل ناروغیو پر وړاندې چې معمولاً په کورونا وېروس د اخته ناروغانو لویه ستونزه وي، دغو بیزوګانو مصونیت پیدا کړی دی.

coronavirus vaccine syringe

د عکس سرچینه، Getty Images

رزوس بیزوګانې اصلاً د اسیا په ختیځ، سوېل او سوېل ختیځو برخو کې اوسېږي، چې تر ډېره له انسان سره د معافیت ورته سیستم لري.

دا بیزوګانې افغانستان کې هم شته.‌

په ورته وخت کې ددغې څېړنې پایلې تر اوسه د نورو پوهانو له خواړ نه دي تایید شوې او په کومه علمي خپرنۍ کې هم لا نه دي خپرې شوې.‌

په برتانیا کې تر ۱۰۰۰ ډېرو داوطلبو کسانو د اکسفورډ پوهنتون تر څارنې لاندې ازمېښتي واکسین ته غاړه اېښې ده.

کورونا
Banner

د نړۍ په لر و بر کې پوهان اوس د کوویډ-۱۹ وېروس د ۱۰۰ ډوله واکسین پر څېړنه بوخت دي.

د لندن کېنګ کالج پوهنتون د درمل جوړونې استاد ډاکټر پني وارډ وايي، دا چې دغه واکسین د بیزوګانو د معافیت سیستم کې د ډېر غبرګون ښودلو لامل شوی، هیله بښونکې خبره ده.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان ۲۰۲۰ کال تر پایه د کورونا واکسین لپاره د ځانګړي واکسین د جوړولو خبر ورکړی او وايي چې امریکا به له واکسین او یا له واکسین پرته خپل ورځني کاروبار ته دوام ورکړي. پر بیزوګانو د کورونا واکسین هیله بښونکې پایله ورکړې

الیزا گراناتو
د عکس تشریح، الیزا ګراناتو لومړنۍ داوطلبه وه، چې د نوي واکسین ازمویلو ته یې زړه ښه کړ