کورونا وېروس: افغانستان کې تر بلې هرې ورځې ډېر نوي ناروغان ثبت شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ذبيح الله رحيمزی
- دنده, بي بي سي
د افغانستان عامې روغتيا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا وېروس ۴۱۴ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
دا په افغانستان د کورونا رنځ له خپرېدو راهيسې تر ټولو ډېرې شمېرې دي. له يادو نويو پېښو سره په هېواد کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له شپږ زره واوښت.
د افغانستان عامې روغتيا وزارت په وينا، په تېره يوه شپه ورځ کې په دې وېروس د اخته ناروغانو له شمېره يې ۱۷ کسان مړه شوي دي، خو له ۵۰ ډېر ترې بېرته رغېدلي دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، د نویو معایناتو پایلې په بېلا بېلو ولايتونو کې مثبتې راختلې دي.
د یاد وزارت مرستيال وحيد مجروح وويل، د نویو مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کورونا رنځ د اخته کسانو شمېر له شپږ زرو واوښت.
په يوه شپه ورځ کې د څه دپاسه ۴ سوه نويو مثبتو پېښو مالومېدو سره دا په افغانستان کې د کورونا وېروس له خپرېدو راهيسې بې مخينې لوړې شمېرې دي.
تېره ورځ د عامې روغتيا مرستیال وزیر په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو د شمېر ډېريدو يو مهم لامل له دې وبا سره د خلکو بې پروايي وګڼله.

د عکس سرچینه، AFP
دا داسې مهال چې په وروستيو ورځو کې په جلال اباد، مهترلام، مزار، سرپل او کندر ښارونو کې د خلکو پر ګرځېدو د بنديز محدویتونه لرې شول، هټۍ او بازارونه بېرته پرانېستل شول.
ورسره د کوچني اختر په رارسېدو سره په کابل کې هم ډېر شمېر هټۍ پرانېستل شوي او په ښار کې د اختر چمتوالي لپاره د اړتيا وړ توکو اخېستو په موخه د ښاريانو ګڼه ګونه ډېره شوې ده.
د شمېرو له مخې اوسمهال د افغانستان پلازمېنه کابل، د کورونا تر ټولو ډېرو ۱۷۱۸مثبتو پېښو لرلو سره لومړی ځای لري.
هرات د ۱۰۶۷ او کندهار د ۶۲۶ پېښو سره يو پر بل پسې په کورونا رنځ ډېر اخته ناروغان لري.








