روغتیا نړیوال سازمان: کورونا وېروس ښایي د تل لپاره پاتې شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی چې کورونا وېروس ښایي د تل لپاره پاتې شي. د دې ادارې د بېړنیو حالاتو د څانګې مشر مایکل راین وایي، کورونا وېروس هم ښایي د نورو وېروسونو په څېر د انساني ټولنې برخه وګرځي او هېڅکله هم په بشپړه توګه ورک نشي.
نوموړي په جنیوا کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته د اېچ ای وي وېروس مثال ورکړ چې ورک شوی نه دی، خو ټولنه ورسره عادي شوې ده او لا هم ګڼ شمېر کسان پرې اخته کېږي.
مایکل راین وایي، له واکسین پرته ښایي کلونه وخت ولګي چې د انسانانو د بدن دفاعي نظام کورونا وېروس سره د مبارزې توان پیدا کړي.
دا مهال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د واکسین جوړولو هڅې روانې دي، خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې ښایي هېڅکله هم د کورونا وېروس ضد واکسین جوړ نشي.
بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډانوم خبرداری ورکړی چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د کورونا وېروس له کبله لګېدليو محدودیتونو کې نرمښت، د دې وېروس نوې څپه رامنځته کولی شي.
نوموړي دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې په نړۍ کۍ د کوویډ - ۱۹ ناروغانو تایید شوی شمېر ۴۲ لکه کسانو ته رسېدلی او د دغې ناروغۍ له کبله د ۲۹۲ زره کسان مړه شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په ګاونډي هېواد پاکستان کې څه باندې ۳۴ زره کسان په دغه ناروغۍ اخته دي او د مړینې کچه د پاکستان د نورو صوبو پرتله په خیبر پښتونخوا کې ډېره ده، چې ۲۶۷ تنو ته رسېږي.
په ټول پاکستان کې د کورونا وېروس له کبله د مړینې شمېر ۷۵۳ تنه تایید شوي دي. روسیه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰ زره ډېرو کسانو کې کوویډ-۱۹ وېروس تایید شوی، چې د ټولټال ناروغانو شمېر ورسره ۲۴۲۲۷۱ تنو ته رسېدلی دی.
په انګلستان کې بیا د قرنطین محدودیتونو له نرمښت وروسته خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې له کوره بهر وخت تېر کړي او پر یوه وخت له یوه ملګري سره پارک کې وویني.
بل لور ته د هند په بېلا بېلو ایالتونو کې د قرنطین له نرمښت وروسته په فرعي ډول د ریل ګاډو تګ راتګ هم پیل شوی او خلک خپلو پلرنیو سیمو ته ځي.
د خواله رسنۍ ټویټر مسوولین وايي، د مارچ له پیله راهیسې یې نژدې پنځه زره کارکوونکي له کورونو فعال دي.

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا تر ټولو ستر ایالتي پوهنتون کالفورنیا اسټیټ یونیورسټي چارواکو ویلي، سپتمبر میاشت کې به خپل ۲۳ څانګې تړلې وساتي او د انټرنېټ له لارې به زده کړې دوام لري.
په دغه پوهنتون کې څلور لکه اتیا زره محصلین په زده کړو بوخت دي. د یاد پوهنتون د وبايي ناروغیو یوړامریکايي ماهر او د ټرمپ حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي ډاکټر پاو چي له هغو څرګندونو وروسته کړی، چې وايي:
''په مني کې د وېروس بیا خپریدل عین ممکن او د تصور وړ دي. ''
دا د یوه امریکايي پوهنتون له لوري لومړی اعلان دی چې په ساړه موسم کې محصلین ټولګیو ته له ورتلو منع کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
د کاناډا مک ګیل پوهنتون مسوولینو هم ویلي، په سپتمبر کې به خپلې ډېری زده کړې له انلاین لارې ورکوي.
د هند اقتصاد وزیرې نرملا سیتا رامن د قرنطین محدودیتونو له کبله د اغېزمن شویو کوچنیو کاروبارونو مرستې لپاره حکومتي اقدامات اعلان کړل.
هند حکومت له کوچنیو کاروبارونو سره د مرستې لپاره درې ټریلیونه روپیو پروګرام اعلان کړی چې د کریډیټ ګارنټي نوم ورکړل شوی دی او د ۵۰۰ میلیارد روپیو پانګونه هم پکې شامله ده.








