هندي او پاکستاني شرکتونه د کورونا وېروس ضد درمل جوړوي

درمل

د عکس سرچینه، Getty Images

په امریکا کې د درملو یو شرکت د سویلي اسیا له ځینو شرکتونو سره د کوویډ - ۱۹ درملنې لپاره د ریمدي سایویر نومي درملو عرضې زیاتولو هوکړه لاسلیک کړې ده.

د ګلیاډ شرکت او د هند او پاکستان پنځو درمل جوړونکو شرکتونو تر منځ هوکړه به د ۱۲۷ هېوادونو لپاره د یاد درمل چمتو کولو کې مرسته وکړي.

د نړۍ په لر او بر کې د ریمدي سایویر کلینکي تجربې وښودله چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ علایم له ۱۵ نه ۱۱ ورځو ته رالنډوي.

دغه وېروس ضد درمل په لومړي سر کې د ایبولا درملنې لپاره چمتو شوي وو. یاد درمل د وینې ژوڼکو یا حجرو کې پر هغو انزایمونو برید کوي، چې وېروس د تکثیر لپاره ورته اړتیا لري.

د ګیلاډ شرکت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د هوکړې له مخې به دغه پنځه شرکتونه له دوی نه د ریمدي سایویر سملاسي تولید زیاتولو لپاره تخنیکي مرسته ترلاسه کوي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې تر څو پورې د روغتیا نړیوال سازمان په نړیواله کچه د روغتیايي بحراني حالت ختمولو اعلان نه وي کړی، یا د بدیل په توګه نور درمل یا واکسین نه وي تایید شوي، له دې شرکتونو به د امتیاز حق وړیا ورکول کېږي.

د جواز له مخې کیپلا لمټیډ، فیروز سنز لیبارټریز، هیتیرو لیبس لمټیډ، جوبیلانټ لایف ساینسز او میلان نومي شرکتونو د دغه درمل د تولید اجازه ورکړل شوې ده.

د هند طبي ساینس او درملو کنټرول اداره به لومړی پرېکړه کوي چې درمل څنګه ناروغانو ته ورکړل شي.

د هند طبي څېړنو مرکز (ای سي ایم ار) یو ساینسپوه وايي، دغه اداره به د یاد درمل پر کاروولو له هغه وروسته غور وکړي، چې هندي شرکتونه یې د چمتو کولو وړتیا وښيي.

رامن ګنګاخیدکر وايي:

''لومړنۍ څېړنې ښيي، چې درمل اغېزمن دي، خو موږ به د روغتیا نړیوال سازمان د همغږو ازموینو پایلو ته انتظار وکړو او دغه راز به د ځینو نورو کمپنیو کار ته وګورو چې دا لړۍ پرمخ لاړه شي. ''

د ریمدي سایویر کلینکي تجربه د امریکا متحدو ایالتونو الرژۍ او ساري ناروغیو درملنې انسټیټیوټ تر سره کړه، چې ۱۰۶۳ کسانو پکې برخه واخیسته. یو شمېر ناروغانو ته درمل ورکړل شوي وو، خو ځینو نورو ته بیا یوازې مسکن ورکړل شوي وو.

که څه هم د ناروغانو مړینې برخه کې د تجربې بهیر کې د درملو رول ډېر جووت نه دی، خو د هغو ناروغانو د مړینې تناسب اته سلنه ښوول شوې، چې دغه درمل ورکړل شوي او هغه چې مسکن ورکړل شوي وو، د مړینې کچه یې ۱ اعشاریه شپږ سلنه ښوول شوې ده.