کورونا وېروس: کوم درمل ډېر هیله بښونکي دي؟

د عکس سرچینه، Science Photo Library
د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله تر ۱۵۰ زره ډېر کسان تر اوسه مړه شوي دي، خو تر اوسه داسې کوم تایید شوي درمل نه دي موندل شوي، چې د دغې ناروغۍ درملنه وکړي. نو له دغسې یوې درملنې لا څومره لېرې یو او تر اوسه پورې د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره څومره هلې ځلې شوې دي؟
کارپوهانو دا مهال د نژدې ۱۵۰ ډوله درملو په هکله څېړنه کړې او دا ډېری هغه درمل دي، چې د وېروسونو مخنیوي لپاره مخکې ازمویل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) نورو ادارو سره په همغږۍ د دې لپاره ازموینې پیل کړې، چې غوره درمل رابرسېره شي.
بریتانیا وايي، له دغې ناروغۍ د بېرته رغېدنې لپاره د دوی ازموینه په نړۍ کې تر ټولو ستره ده، چې تر ۵۰۰۰ ډېر ناروغان پکې برخه اخلي.
په نړۍ کې ځینې څېړنیز مرکزونه بیا د رغېدلو کسانو وینه د درملو په توګه کاروي.
څه ډول درمل ګټور ثابتېدلای شي؟
دې لړ کې په پراخه کچه درې لارې غوره شوې دي. یوه دا چې وېروس ضد درمل وکارول شي، چې انساني بدن کې د کورونا وېروس د ودې کولو وړتیا له منځه وړي.
دویم ډول یې بیا داسې دي چې د بدن مدافع سیسټم اراموي، ځکه د هغو کسانو ناروغي سخته شوې، چې د بدن دفاعي نظام یې له حده ډېر حساسیت څرګند کړی، یا یې غبرګون ښوولی دی او دا د بدن غړو ته د زیان اوښتو لامل شوی دی.
دریم ډول یې بیا د انټي باډي یا ایمونو ګلوبلین کارول دي، چې له پلازما ژوڼکو تولیدېږي او یا له ناروغۍ د رغېدلو کسانو له وینې تر لاسه کېږي او یا هم په لابراتوارونو کې تولیدېږي.
کوم ډول درملو ته ډېره هیله مندي شته؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) ډاکټر بروس ایلوارد وايي، چین ته د سفر پر مهال یې ریمديسایویر نومي درمل تر ټولو اغېزمن ولیدل.
دغه وېروس ضد درمل اصلاً د ایبولا درملنې لپاره ډیزاین شوي وو، خو په نورو مواردو کې هم اغېزمن ثابت شوي.
دغه درمل د کورونا ډوله نورو وېروسونو په درملنه کې هم ګټور بلل شوي دي، چې د (منځني ختیځ کې د تنفسي سینډرم او د تېزې ساه سینډرم) په درملنه کې هم ترې کار اخیستل شوی.
یاد درمل پر څارویو ازموینه کې هم په ورته ډول هیله بښونکي ثابت شوي او هیله ده چې په کوویډ - ۱۹ درملنه کې به هم ګټه وکړي.
د شیکاګو پوهنتون څېړنې پایلې چې بهر ته راوتلې دي، هم ښيي چې دغه درمل اغېز کوي. دغه درمل په هغه څېړنه کې هم شامل دي چې د روغتیا نړیوال سازمان په همغږۍ کېږي او تولیدوونکي یې ګیلیډ هم ازموینې تنظیموي.
ایا د ایچ ای وې، درمل به د کورونا وېروس پر ضد ګټور وي؟
د کورونا وېروس درملنې لپاره د ایچ ای وې درملنه کې د کارېدونکو لوپیناویر او ریتوناویر نومي جوړه درملو اغېز په هکله ډېرې خبرې کېږي، خو تر اوسه یې کوم کره ثبوت نه دی موندل شوی.
ځینې داسې شواهد شته چې په لابراتوار کې یې کار ورکړی، خو په خلکو یې څېړنه هیله بښونکې نه وه.
د کوویډ په سختو ناروغانو کې د دې جوړه درمل نه خو بیا رغېدنې ته زمینه برابره کړې، نه یې د مړینې شمېر کم کړی او نه یې د وېروس مخه نیولې.
خو پر هغو سختو ناروغانو چې درمل کارول شوي (چې څلورمه برخه یې مړه شوي) د انفکشن یا عفونت په صورت کې نور نو ښايي د دې درملو لپاره د اغېز کولو وخت نه و پاتې شوی.
ایا د ملاریا درمل د کورونا وېروس مخه نیولای شي؟

د عکس سرچینه، Sean Elias
د ملاریا ضد درمل د همغږیو او رغېدنې دواړو ازموینو برخه دي. داسې احتمال شته چې کلوروکین او یو اړوند جز یې هیډروکسي کلوروکین د وېروس ضد او بدن دفاعي سیسټم اراموونکي مواد ولري.
هیډروکسي کلوروکین د بندونو روماتیزم لپاره هم کارول کېږي، چې د دفاعي سیسټم تنظیم کې مرسته کوي.
لابراتواري ازموینې ښيي چې دا د کورونا وېروس مخنیوی کولای شي او د ځینې ډاکټرانو له خولې ویل کېږي، چې ښکاري دا له ناروغانو سره مرسته کوي.
خو د روغتیا نړیوال سازمان مسوولین بیا وايي، تر اوسه یې د اغېزمنتیا هېڅ پرېکنده ثبوت نه شته.
د دفاعي نظام درمل څنګه دي؟
که د بدن دفاعي سیسټم وېروس ته له کچې زیات حساسیت وښيي، دا په ټول بدن کې د التهاب لامل کېږي.
له انفکشن سره د مبارزې لپاره د دفاعي نظام تجمع مرسته کوي، خو که له حده زیاتېږي، ټول بدن ته زیان رسوي او د خطر لامل کېږي.
اینټرفرون د کیمیايي مادو یو ډول ټولګه ده چې د وېروس د برید په صورت کې یې بدن تولیدوي.
اوس د همغږۍ په څېړنه کې د همدې اینټرفرون په تړاو څېړنه کېږي، چې د څو اړخیز سکلېروسیس په درملنه کې او د التهاب یا پاړسوب کمولو لپاره کارول کېږي.
د بریتانیا رغېدنې ازموینه کې بیا د ډېکسامټازون په هکله څېړنه کېږي چې یو ډول سټېرایډ دی او د پاړسوب کمولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.
ایا د رغېدلیو وینه د کورونا وېروس ناروغانو لپاره درملنه کېدای شي؟

د عکس سرچینه، PA Media
هغه کسان چې له ناروغۍ رغېدلي، باید په وینه کې یې داسې انټي باډی موجود وي، چې پر وېروس برید کولای شي.
طریقه یې دا ده چې د دغسې کسانو د وینې له پلازما هغه برخه اخیستل کېږي چې انټي باډیز لري او ناروغ کس ته د درملنې په توګه ورکول کېږي.
د امریکا په متحدو ایالتونو کې د نژدې ۵۰۰ کسانو درملنه په داسې ډول شوې چې (کونوالیسینټ پلازما) بلل کېږي او ځینې نورو هېوادونو کې هم دغه ډول درملنه کېږي.
څه وخت درملنه شونې ده؟
دا به له وخته مخکې خبره وي، چې څوک د کورونا وېروس درملنې مشخصه نېټه یاده کړې.
خو په راتلونکو څو میاشتو کې به د ازموینو پایلې څرګندې شي او تر هغې به هم دا له وخته مخکې خبره وي، چې موږ د اغېزمن واکسین خبره وکړو. د درملنې پر ځای د مخنیوي کار کوي.
دا ځکه چې ډاکټران پر هغو درملو ازموینې کوي، چې مخکې تولید شوي او کارول یې خوندي بلل کېږي، خو د واکسین چمتو کولو لپاره د څېړونکو کار له صفره پیلېږي.
بل لور ته د کورونا وېروس ضد یو شمېر ازمېښتي درمل هم په لابراتوارونو کې ازمایل شوي دي، خو تر اوسه یې پر انسانانو تجربه نه ده شوې.
درملنې ته ولې اړتیا ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په ظاهره خو تر ټولو څرګند هدف د خلکو د ژوند ژغورنه ده، خو د دې تر څنګ به ځینې مواردو کې د قرنطین اسانولو ته هم زمینه برابره کړي.
د مناسبو درملو موندنه به کورونا وېروس پر یوه داسې ناروغي بدله کړي، چې ډېره سخته به نه وي.
که درمل په روغتونونو کې له بستري شویو ناروغانو سره مرسته وکړي، چې مصنوعي تنفس ورکړل شي، بیا به د جدي پاملرنې پر څانګو هم ګڼه ګوڼه کمه شي او د خلکو ژوند ژغورنه به هم ښايي دومره ګرانه نه وي.
اوس ډاکټران څنګه درملنه کوي؟
اوس که څوک پر کورونا وېروس اخته کېږي، ښايي د کور په بستره کې ارام، د پاراسیټامول او پریمانه اوبو څښاک سره ارام ومومي.
خو ځینې کسان بیا د روغتون جدي پاملرنې ته اړتیا لري او ان د ساه اخیستو ماشین یا وینټیلشن ته اړتیا لري.









