تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس؛ ځینې اروپايي هېوادونه لګول شوي محدودیتونه لغوه کوي
ځینو اروپايي هېوادونو د کورونا وېروس له امله لګول شوي محدودیتونه لغوه کوي. ایټالیا خپلو وګړو ته د سفر کولو اجازه ورکوي او د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ هرکلی کوي. سویس او جرمني هم ویلي، د کورونا له امله پر پوله لګول شوي بندیزونه لغوه کوي.
په ایټالیا کې ۳۱ زره کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي دي.
له دوشنبې ورځې راهیسې ایټالیايان خپلو دوستانو او د پېر وپلور ځایونو ته ورتلی شي.
پر بیزوګانو د کورونا واکسین هیله بښونکې پایله ورکړې
پر شپږو بیزوګانو د کوویډ-۱۹ لپاره ازمویل شوي واکسین هیله بښونکې پایلې لرلې او رزوس بیزوګانو ته یې د کورونا وېروس پر وړاندې مصونیت ورکړی دی.
خو د دغه نوي واکسین په اړه لاهم څېړنې په لومړني پړاو کې دي او مالومه نه ده چې پر انسان به یې د وروستۍ ازموینې پایله هم ورته نتیجه ولري او که نه.
څېړونکو دا نوی واکسین په امریکا کې د روغتیا د ملي انستیتوت د څېړنډلې له خوا ازمویل شوی او د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو همکاري ورسره کړې ده.
پر شپږو رزوس بیزوګانو دا ترسره شوې ازموینه ښيي چې د ځیګر او سینه بغل ناروغیو پر وړاندې چې معمولاً په کورونا وېروس د اخته ناروغانو لویه ستونزه وي، دغو بیزوګانو مصونیت پیدا کړی دی.
رزوس بیزوګانې اصلاً د اسیا په ختیځ، سوېل او سوېل ختیځو برخو کې اوسېږي، چې تر ډېره له انسان سره د معافیت ورته سیستم لري.
دا بیزوګانې افغانستان کې هم شته.
په ورته وخت کې ددغې څېړنې پایلې تر اوسه د نورو پوهانو له خواړ نه دي تایید شوې او په کومه علمي خپرنۍ کې هم لا نه دي خپرې شوې.
په برتانیا کې تر ۱۰۰۰ ډېرو داوطلبو کسانو د اکسفورډ پوهنتون تر څارنې لاندې ازمېښتي واکسین ته غاړه اېښې ده.
د نړۍ په لر و بر کې پوهان اوس د کوویډ-۱۹ وېروس د ۱۰۰ ډوله واکسین پر څېړنه بوخت دي.
د لندن کېنګ کالج پوهنتون د درمل جوړونې استاد ډاکټر پني وارډ وايي، دا چې دغه واکسین د بیزوګانو د معافیت سیستم کې د ډېر غبرګون ښودلو لامل شوی، هیله بښونکې خبره ده.
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان ۲۰۲۰ کال تر پایه د کورونا واکسین لپاره د ځانګړي واکسین د جوړولو خبر ورکړی او وايي چې امریکا به له واکسین او یا له واکسین پرته خپل ورځني کاروبار ته دوام ورکړي. پر بیزوګانو د کورونا واکسین هیله بښونکې پایله ورکړې