تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: اروپايي هېوادونو ته د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری
په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د اغېزمن شویو کسانو شمېر له ۴۴ لکه اوښتی او له درې لکه ډېر کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ژمي کې ښايي اروپايي هېوادونه د کورونا وېروس له خطرناکې دویمې څپې سره مخامخ شي.
په دغه ادراه کې د اروپايي برخې مشر ډاکټر ههینس کلوچ هغو هطوادونو ته خبرداری ورکړی، چې قرنطین محدودیتونه نرموي او په وینا یې دا د مېلې وخت نه دی، بلکې د چمتوالي وخت دی.
برتانیا حکومت وايي، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله ۳۸۴ نور کسان مړه شوي دي، چې دې سره په ټول هېواد کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۳۹۹۸ تنو ته رسېدلی دی.
تازه شمېرې ښيي چې د پنجشنبې پر ورځ د ۱۳۳۷۸۴ کسانو معاینات شوي دي. بل لور ته د دغه هېواد روغتیا وزیر مټ هانکاک په ورځنۍ غونډه کې وویل، برتانیا کې د کورونا وېروس له کبله د مړینې شمېر کې کموالی راغلی او په خبره یې موږ د وبا د اوج له پړاوه تېر شوي یو.
د پاکستان پنجاب ایالت کې بیا د پېر او پلور پلورنځیو او موټرو صنعت ته د مې له ۱۸ وروسته داسې حال کې د کاروبار بېرته پیلولو اجازه ورکول کېږي چې په هېواد کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر له ۳۸۰۰۰ کسانو اوښتی دی. په دغه هېواد کې ۸۲۲ کسان د یادې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د دغې ناروغۍ له کبله ۲۸۴ کسان مړه شوي چې د بل هر ایالت پرتله ډېر شمېر دی.
او جاپان حکومت په هېواد کې روغتیايي بېړنیز حالت پای ته رسولی.
د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو صوبايي سلاکار اجمل وزیر وايي، د دوشنبې له ورځي به په صوبه کې ټرانسپورټ ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.
ښاغلی وزیر وايي پرېکړه له فدرالي حکومت سره له مشورې وروسته شوې او ښاري ټرانسپورټ ته به د احتیاطي تدبیرونو پلي کولو په شرط اجازه ورکړل شي.
له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس نویو ناروغانو شمېر کم شوی دی. بل لور ته په نیوزیلنډ کې د کورونا وېروس مخنیوي محدودیتونو له نرمښت وروسته زرګونه کاروبارونه پرانیستل شوي دي.
د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، خلک باید له سختو محدودیتونو سره ځان عیار کړي او په وینا یې ښايي د ژوند چارې د پخوا په څېر عادي حالت ته راونه ګرځي.