تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: په ټوله نړۍ کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ زره اوښتی دی
د جانز هاپکنز پوهنتون تازه شمېرې ښيي چې تر اوسه په نړۍ کې د کورونا وېروس ټولټال تایید شویو ناروغانو شمېر ۸۸۶,۴۰۵,۴ کسانو ته رسېدلی دی. د دغې ناروغۍ له کبله تر اوسه د مړو شویو کسانو شمېر تر ۳۰۰ زره تنو اوښتی او د دغې ادارې په وینا تر اوسه ۳۱۸,۵۷۶,۱ کسان له دې ناروغۍ رغېدلي دي.
په دې توګه د رغېدلو کسانو شمېر ۷. ۳۵ سلنه کسانو ته رسېږي. دغه اداره وايي، په امریکا کې د کوویډ - ۱۹ وېروس ناروغانو شمېر ۱,۴۰۰,۵۰۰ تنو ته رسېدلی، چې د نړۍ بل هر هېواد پرتله ډېر دی.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې چارواکي وايي، د۱۷۱ نویو ناروغانو له ثبت کېدو سره په صوبه کې د ټولټال تایید شویو نارغانو شمېر ۵۴۲۳ تنو ته رسېدلی او د نهو ناروغانو له مړینې وروسته د کوویډ - ۱۹ له کبله د ټولټال مړو شویو کسانو شمېر ۲۸۴ کسانو ته رسېدلی دی.
د خیبر پښتونخوا صوبايي روغتیا اداره وايي، تر اوسه ۱۵۰۵ کسان له دې ناروغۍ رغېدلي دي.
د کورونا وېروس له کبله تر اوسه په نړۍ کې د مړو شویو کسانو شمېر نژدې درې لکه (۲۹۹,۸۷۳) کسانو ته رسېږي.
د رسمي شمېرو له مخې په فرانسه کې د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شمېرو د اسپانیا پرتله زیات دی. فرانسه کې ۲۷،۴۲۵ او په اسپانیا کې ۲۷،۳۲۱ کسان د کوویډ - ۱۹ ناروغي له کبله مړه شوي دي.
د برتانیا حکومت د تازه اټکل له مخې په دغه هېواد کې له کورنا وېروس سره د مبارزې پر چارو ۱۲۳ اعشاریه درې میلیارده پاونډه لګښت شوی دی.
پر واکسین باید د ټولو حق وي
د فرانسې حکومت ویلي، که چېرته د دې هېواد د درمل جوړونې لوی شرکت سنوفيد کورونا وېروس ضد واکسین جوړولو کې بریالی شي، نو پکار نه ده چې د امریکا بازار ته یې لومړی وړاندې کړي، او که داسې یې وکړل نو فرانسې ته به د منلو نه وي.
د فرانسې حکومت وروسته له هغه دا غبرګون ښیي چې د سنوفي شرکت رئيس پاول هډسن ویلي وو، امریکا د دوی په واکسین او پروژه کې پانګونه کړې ده، نو ځکه حق لري چې لومړی یې ترلاسه کړي.
خو د فرانسې لومړی وزیر اېډورډ فېلپس وایي، ټول هېوادونه باید دې واکسین ته یو شان لاسرسی ولري، او په دې چاره کې هېڅ چنې وهل نه دي پکار.
د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې دا مهال د کورونا وېروس ضد واکسین چمتو کولو هڅې روانې دي، دا ډول واکسینونه عموماً تر یو کال وخت نیسي چې جوړ شي.
د فرانسې د مالیې مرستیال وزیر اګنې پنیر روناچر هم سود رادیو ته ویلي، دا د منلو نه ده چې د واکسین وېش کې دې یو هېواد ته د اقتصادي لاملونو له کبله لومړیتوب ورکړل شي.
لومړي وزیر فېلپس وروسته په یوه ټویټ کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې واکسین باید د ټولې نړۍ د ګټې اخیستنې لپاره وي.
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ولسمشر اېمانوېل مکرون له قوله لیکلي چې سوداګریز بازار باید د کورونا وېروس پر واکسین اغېز و نه کړي.
ټاکل شوې ده چې نوموړی راتلونکې اوونۍ د سنوفي شرکت له چارواکو سره وګوري او په دې اړه ورسره خبرې وکړي.