انځورګره: دوه کاله مې خبرې ونه کړې

انځورګره هین کېم چې پېغلوټې وه، ناڅاپه یې خبرې بندې کړې.
دا وايي، ډېر کوچنیتوب کې یې رسامي یا انځورګري پیل کړه:
"مور مې له هنر سره ډېره مینه وه، ځکه فکر کوم چې له هغې اغېزمنه شوې وم".
نوموړې زیاتوي، ۱۷ کلنۍ کې ژور خپګان او بې خوبۍ سخته وځپله او تر نږدې دوو کلونو چوپه خوله وه:
"ډېر ملګري مې هم نه لرل".

د عکس سرچینه، BBC / HENN KIM
خو دغه حالت کې یې انځوګرۍ ته زور ور کړ: "سر مې له خبرو او انځورونو ډک و، په خوله مې ویلی نه شول، یوازې هنر سره مې ویل".
نوموړې زیاتوي چې د انځورګرۍ پیلولو سره یې جلا لار خپله کړه: "هغه وخت چې تور قلم سره مې د شیانو انځورول پیل کړل، نو د انځورګرۍ خپل سټایل مې هم وموند".
هین د انځورګرۍ د خپل ډول له مخې مشهوره ده، چې شاعرانه، مینامالیستي او سوریال بلل کېږي.
هغه پرلپسې خپلو نږدې اتو لکو اتیا زرو مینوالو ته په اسنټاګرام کې خپل هنري تولید خپروي.

د عکس سرچینه، BBC / HENN KIM
د یو څه وخت لپاره د سوېلي کوریا د دې هنرمنې بې خوبي ډېره زیاته وه او هغې ته دا پته ولګېده چې یوازې د شپې د دوو او دریو بجو ترمنځ کار کولی شي.
"ما باید کار کړی وی، ځکه تر سهار ویدېدلی نه شوم. خو اوس راته هنري کار زما د ژوند یو غوره څیز دی".
"کله چې پر یو څه کار کوم ځان ارام او خوشال احساسوم. پر کار له تمرکز او د هغه له حاصل سره مینه لرم".
نوموړې ان دا انځورګري د ځان لپاره درمل بولي:
"انځورګري داسې ده لکه نورو خلکو ته له ملګرو سره خبرې او غاړه غړۍ کېدل. په پای کې زما رنځ او خپګان په هنر بدل شول".
"زما احساسات په سمندر کې د لویو څپو په څېر دي، هره ورځ یې لوړو څپو ته رسېږم او هڅه کوم چې د هنر بڼه ور کړم".

د عکس سرچینه، BBC / HENN KIM
د خپلې وروستۍ انځورګرۍ په هکله هین وایي، خپل ځان یې د سالي رویني ناول کې ولید:
"کله مې چې پر دې پروژه کار کاوه، له ځايي کتابونوسره مې ډېره مینه وه او د ځان او مارییاني ترمنځ مې ډېر ورتوالی لید، ځکه مې له هغه کرکټر سره خواخوږي ښودلی شوه".
د هغې په خبره، د مارییاني او کنل نابالغه او ناخوندي اړیکه هم ځکه ډېره په زړه پورې وه "چې موږ ټولو ممکن په ځوانۍ کې لیدلې وي".








