کوټه: پر تشو ګونیو یا بوجیو د محصلینو ښایسته انځورګري

بوری
    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي کوټه

تشې بورۍ، بوجۍ یا ګونۍ تر ډېره نه ساتل کېږي، بلکې معمولاً له استعمال وروسته ډېرانونو ته رسېږي، خو د بلوچستان پوهنتون په یوه نندارتون کې دغه ډول ګونۍ په یوه بله بڼه ولیدل شوې.

بوری

دغه نندارتون کې ثابته شوه، چې که پر استعمال شوې ګونۍ انځورګري وشي، نه یوازې دا چې ښایسته ښکاري، بلکې د یوې ښایسته او زینتي تابلو په توګه په کورونو، رستورانونو، دفترونو او دکانونو کې هم ټومبل کېدای شي.

بوری

د بلوچستان پوهنتون ښکلو هنرونو څانګې له درې ورځني روزنیز ورکشاپ وروسته دغه انځورونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

بوری

مشهور انځورګر موسی عمر د دغه روزنیز ورکشاپ لپاره له عمانه رابلل شوی و.

بوری

نوموړي محصلینو ته وښوده چې هغه څېزونه هم د ګټې وړ کېدای شي، چې معمولاً موږ فکر کوو بې ګټې دي او ډېرانونو ته یې غورځوو.

بوری

د دغه درې ورځني ورکشاپ بهیر کې پر تشو ګونیو بېلا بېل انځورونه وکښل شول.

بوری

موسی عمر وايي، 'ګونۍ داسې څه دي چې خلک ډېر اهمیت نه ورکوي او ډېرانونو ته یې غورځوي، خو که لږ زحمت ورسره وشي، ښایسته هنري تابلو ترې جوړېږي. '

بوری

د موسی عمر په خبره 'د پوهنتون محصلینو په درې ورځې کې ښایسته انځورګري زده کړه. '

بوری
بوری

د پوهنتون یوه محصل نجیب بلوڅ وايي، مشهور هنرمند دوی ته د دې هنر ورزده کولو سره دوی ته ډالۍ ورکړې. '

بوری

نوموړی وايي، مخکې نورو سیمو کې داسې انځورګري کېده، خو بلوچستان کې لومړی ځل داسې انځورګري کېږي. ښاغلی بلوڅ وايي، په خپله انځورګرۍ کې یې د د مهر ګړ لرغوني مدنیت ته پام کړی دی.

بوری

محصلین وايي، د ګوادر بندر په ګډون یې بېلا بېل موضوعات په خپلو انځورونو کې راخیستي دی.

۔