د ټرمپ انځورګري په ۲۹ زره ډالرو وپلورل شوه

د عکس سرچینه، HANDOUT
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لاس کښل شوی یو انځور د لاس انجیلس په لیلامۍ کې په ۲۹ زره او ۱۸۴ ډالرو وپلورل شو.
په دغه انځور کې له ټرمپ ماڼۍ سره د منهتن ودانۍ یو ځای لیدل کېږي.
په لیلامۍ کې د دغه انځور د پیل بیه ۹۰۰۰ زره ډالر ټاکل شوې وه.
ډونلډ ټرمپ دغه انځورګري په ۲۰۰۵ کال کې په امریکا کې یوې خیریه ټولنې ته کړې وه.
د لیلامۍ چارسنبالی مایکل کرک وايي، دې انځور د ټرمپ د مینه والو او هغو کسانو چې د ولسمشرانو د لاس نښې ساتي، پام د ځان پر لور کړ.
تر دې وړاندې هم په لیلامیو کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اړوند یو شمېر توکي پلورل شوي چې له ډلې یې یو فراري موټر، د ګولف لوبي لرګی او نور د یادونې دي.




