د ملالې یوسفزۍ انځور په ۸۲ زره ډالره لیلام شو

د عکس سرچینه، AFP
نیویارک کې د ملالې یوسفزۍ یو انځور په ۸۲ زره ډالره لیلام شوی.
د سوات اوسېدونکې ملاله د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ټپي شوې وه.
دغه انځور د برتانیا مشهور انځورګر جوناتهن ییو پروسږ کال پنځولی او د برتانیا په نېشنل پورټرېټ ګالرۍ کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
دغه ایل پېنټ انځور ته د ( ګرل رېډینګ ) نوم ورکړل شوی او پکې ملاله د ښوونځي له لوري ورکړل شوې کورنۍ دندې لیکلو په حال کې لیدله کېږي.
د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې کرسټي نومي لیلامي مرکز د دغه انځور بیه له شپېتو تر اتیا زره ډالرو اټکل کړې وه.
د دغه انځور له پلور نه ترلاسه شوې پانګه به د ملالې مرستندویه صندوق له لارې نایجریا کې د نجونو پر زده کړو ولګوله شي.
انځورګر جوناتهن ییو ملاله او کورنۍ یې تېر کال اپریل کې هغه مهال ولیدل، چې د هغې درملنه کېده او برتانیا کې یې ښوونځي ته تلل پیل کړي و.
د انځورګر په خبره غوښتل یې د دغه انځور له لارې هغه (سخت تضاد ) څرګند کړي، چې پکې ملاله له کلکې پیاوړتیا او علم سره ډېره کوچنۍ هم ده.
د نوموړي په وینا له لومړي سره د ملالې احساس پر ځان رحم کول نه، بلکې داسې و، چې د خپل ځان په څېر د حالت ښکار نورو نجونو لپاره څه کولای شي.
پر ۱۷ کلنه ملاله د سوات په مینګوره کې هغه مهال برید وشو، چې له ښوونځي نه کور ته پر لاره وه.
په هغه برید کې له ټپي کېدو وروسته پاکستان کې د ملالې درملنه کېده او وروسته د برتانیا برمنګهم ته ولېږدوله شوه.
نوموړې له درملنې وروسته اوس په همدې ښار کې اوسي او په ټوله نړۍ کې او په ځانګړې توګه خپله سیمه کې د نجونو د زده کړو لپاره کمپاین کوي.








