د ډونلډ ټرمپ فراري لیلام شو

ferrari

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، فراري F۴۳۰ ډوله موټر یوه سړي په ۲۷۰ زرو ډالرو واخیست

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ فراري ګاډی، په یوه لیلام کې په ۲۷۰ زرو ډالرو وپلورل شو.

دغه فراري چې روښانه سور رنګ لري، له جوړېدا یې ۱۰ کلونه تېر شوي او څلور کاله د ښاغلي ټرمپ شخصي موټر پاتې شوی.

ټرمپ دغه موټر درې زره او اته سوه او شپېته کیلومتره چلولی دی.

د ډونلډ ټرمپ دغه موټر یوه سړي په لیلام کې اخیستی، خو د اخیستونکي نوم نه دی افشا شوی.

دې ته ورته فراري ګاډي معمولاً د ۱۲۵ او ۱۷۵ زره ډالرو ترمنځ قیمت لري.

دا هم ولولئ: