کورونا وېروس: بریتانیا کې لس زره مړي، او د نورې نړۍ حال

Man rides a bike outside the Houses of Parliament

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د بریتانیا د حکومت یوه سلاکار ویلي، دا هېواد ښایي په اروپا کې تر ټولو ډېر وځپل شي

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر له یو اعشاریه اته میلیونو اوښتی او تر دې دمه یو لک او دولس زره کسان وژل شوي. امریکا له څه باندې پنځه لکو او دېرش زرو مثبتو پېښو او همد راز څه باندې شل زرو مړینو سره نړۍ په کچه اوس تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی.

په بریتانیا کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شمېر له لس زرو اوښتی دی. په دې هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۳۷ کسان د دې وېروس قربانیان شوي دي.

له دې وروستیو شمېرو سره ټوله بریتانیا کې تر دې دمه د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۶۱۲ ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې په ساینسي چارو کې د بریتانیا د حکومت یوه جګپوړي سلاکار ویلي، دا هېواد ښایي د اروپا په کچه د کورونا وېروس له کبله تر ټولو ډېر وځپل شي.

د بریتانیا د عامې روغتیا وزیر مټ هنکاک ویلي، دا یوه غمجنه ورځ ده. نوموړي پر خلکو یو ځل بیا غږ کړی چې په کورونو کې پاتې شي.

په دې لس زره کسانو کې یوازې هغه مړي شمېرل شوي چې په روغتونونو کې یې ساه ورکړې او له حکومت سره یې مړینه ثبت شوې ده.

بریتانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې لس زرو مړو کې یوازې هغه کسان شمېرل شوي چې په روغتونونو کې یې ساه ورکړې

په ایټالیا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۳۱ کسان له کورنا وېروس مړه شوي دي، چې په تېرو درې اوونیو کې د ورځنیو مړینو تر ټولو ټیټه کچه ده.

دې وضعیت یو ځل بیا په ایټالیا کې هیله را ټوکولې چې ښایي د کورونا وېروس بحراني وضعیت په ښه کېدو وي.

په ایټالیا کې تر دې دمه څه باندې یو نیم لک کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي او کابو شل زره کسان له دې وېروسه مړه شوي دي. د مړینو له پلوه ایټالیا له امریکا وروسته نړۍ په کچه دویم ډېر ځپل شوی هېواد دی.

د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په اسپانیا کې نږدې ۱۷ زره کسان تر دې دمه مړه شوي دي. په فرانسه کې د مړو شمېر ۱۴ زرو ته نږدې شوی دی.

د امریکا یوازې په نیویارک ښار کې د مړو شمېر شپږ نیم زرو ته نږدې شوی دی، او په ټوله امریکا کې تر شلو زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران کې تر دې دمه نږدې څلور نیم زره کسان مړه شوي دي، او بلجیم کې تر دې دمه څه باندې درې زره او شپږ سوه کسانو خپل ژوند بایللی دی.

Boris Johnson

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بورېس جانسن یوه اوونۍ د لندن په سېنټ تامس روغتون کې بستر و

بل لورته د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن، چې څه موده وړاندې په کورونا وېروس اخته شوی و، له روغتونه رخصت شوی دی. د لومړي وزیر دفتر ویلي دي چې ښاغلی جانسن په سملاسي توګه بېرته خپلې دندې ته نه ستنېږي.

۵۵ کلن بورېس جانسن له تېرې یکشنبې راهیسې، د روغتیایي وضعیت له خرابېدو وروسته د لندن په سېنټ تامس روغتون کې بستر و.

نوموړي درې شپې د دې روغتون د سختې څارنې په څانګه کې هم تېرې کړې، خو وروسته یې وضعیت یو څه ښه شو.

د ښاغلي جانسن دفتر وایي، لومړی وزیر به خپلې حکومتي استوګنې (چېکرز) ته ځي او خپلې بیا رغېدنې ته به هلته دوام ورکوي.

د بورېس جانسن کوژدې کېري سایمنډز، چې خپله هم د کورونا وېروس علایم لري او میندواره هم ده، پر ټوېټر د خلکو له نیکو هیلو او خواخوږۍ مننه کړې ده.

پاپ فرانس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاپ فرانس پر نړیوالو غږ کړی چې باید د کورونا وېروس پر ضد یو موټی شي

بل لور ته په ټوله نړۍ کې عیسویانو نن یکشنبه د ایسټر مذهبي مراسم د کوربندۍ او قرنطین په حالت کې ولمانځل.

د نړۍ د کاتولېکانو مذهبي مشر پاپ فرانس د ایسټر لپاره خپل پیغام کې پر نړیوالو غږ وکړ چې د کورونا وېروس پر ضد یو موټي شي.

نوموړی خبرداردی ورکړ چې روان بحران اروپایي ټولنه ړنګولی شي، او غوښتنه یې وکړه چې له بې وزلو هېوادونو سره باید مرستې وشي.

په نورو خبرونو کې د اروپایي کمېسیون رئیسې اورسلا ونډر لېین خبرداری ورکړی دی چې د پاخه عمر خلک ښایي اړ شي چې له کورونا وېروس خوندیتابه لپاره تر ۲۰۲۱ کاله پورې ځانونه له خلکو ګوښه کړي.

نوموړې ویلي، تر هغې چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر ضد واکسین نه وي چمتو شوی، خلک باید د پاخه عمر کسانو سره نږدې اړیکه کې احتیاط وکړي.

کورونا
کورونا