کورونا وېروس: امریکا کې د مړو شمېر تر نورو هېوادونو ډېر شو

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا د کورونا ویروس له کبله د زیاتو قربانیانو په درلودو تر ايټالیا مخکې شوه او د نړۍ لومړنی هېواد شو چې کورونا ویروس پکې ډېر کسان وژلي دي.
د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې په دې هېواد کې څه باندې ۲۰ زره کسانو د کورونا ویروس له امله ژوند بایللی دی.
په امریکا کې د قربانیانو شمېر شل زره او ۵۰۶ خو په ایټالیا کې بیا د قربانیانو شمېر ۱۹۴۶۸ ښودل شوی دی.
دا شمېرې داسې مهال خپریږي چې امریکا هغه لومړنی هېواد هم دی چې یوه شپه او ورځ پکې څه باندې دوه زره کسان هم وژل شوي دي.
د نیویارک والي اندرو کومو ویلي، ښکاري چې د قربانیانو شمېرې همداسې ثابتې پاتې شي.
هغه ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا ویروس د وژل شویو شمېر ۷۸۳ تنه وو او په وینا یې دا شمېرې له څو ورځو راهیسې یو شان پاتې دي.


هغه ویلي: "دا تر ټولو ټیټه شمېره ده او کېدای شي ووینئ چې تر یوه حده د ثابت پاتې کېدو په حال کې، خو یو ډاروونکی شمېر دی. دا د نه باور وړ شمېر دی چې له تصور پورته رنځ او مرګ انځوروي."
نیویارک په امریکا کې د کورونا ویروس د خپرېدو مرکز دی چې تر اوسه پکې څه باندې ۱۸۰ زره کسان په دې ویروس اخته شوي. اټکل کیږي چې ټولټال په امریکا ۵۲۰ کسان کورونا نیولي دي.
د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې بېړنی روغتیايي حالت اعلان شوی.
د چین په ووهان کې د ډېسمبر په میاشت کې خپور شوي کوېډ ۱۹ ویروس تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ زره کسانو خپل ژوند بایللی دی.
په نورو هېوادونو کې د کورونا پېښې:

د عکس سرچینه، Getty Images
برتانیه کې یوه شپه او ورځ ۹۱۷ کسان وژل شوي چې له دې سره د کورونا له امله د قربانیانو شمېر ۹ زره او ۷۸۵ ته ورسېد.
هسپانیه کې بیا قربانیانو شمېر ۵۱۰ ښودل شوی چې په وروستیو درې اونیو کې د کورونا له امله په دې هېواد کې د وژل شویو تر ټولو ټیټ شمېر بلل شوی.
فرانسه او ايټالیا کې مړینه لوړه شوې او د هغه کسانو شمېر بیا کم شوی چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.
برازل هم د هغه هېوادونو په ډله کې شامل شو چې په یوه ورځ پکې کورونا ویروس زر کسان وژلي دي.
رپوټونه وايي چې د هند لومړي وزیر د ګرځبندیز له غځېدو سره هوکړه کړې.









