د کورونا ویروس ګډوډۍ کې پنځه هیلې

د عکس سرچینه، AFP
نړۍ کې کورونا ویروس په خلکو توره ورځ را وستې. د کورونا نیولیو او ترې مړه شویو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي. ښارونه څه چې هېوادونه رخصت او ډېر خلک اړ شوي چې ځان قرنطین کړي، خو دې ټولو اندېښنو سره سره کې هیله هم شته.
۱ د هوا ککړتیا کمېدل
د کورونا ویروس له امله چې هېوادونو کې رخصت دی، ور سره د هوا ککړتیا کچه هم ټیټه شوې ده.
د نایتروجن ډي اکسایډ کچه- چې د ځمکې د ګرمولو او هوا ککړولو لوی لامل دی- په چین او شمالی ایټالیا کې ټیټه شوې ده او لامل یې هم د صنعتي چارو او تګ را تګ ځنډول بلل شوي دي.
نیویارک کې څېړونکو بي بي سي ته ویلي چې د کاربن مونو اوکسایډ کچه هم تر تېر کال پنځوس سلنه ټیټه شوې ده.
د الوتنو ځنډېدل او له کور د میلیونونو کسانو کار په دې مانا دی چې په ډېرو هېوادونو کې به دا بهیر روان وي.
۲ د کانالونو پاکوالی

د عکس سرچینه، AFP
د اوبو پاکوالي کې هم پام وړ بدلون راغلی دی او د ونیز اوسېدونکي وايي، چې د دې ښار مشهور کانالونه لا هم پاکېږي.
کورونا خپرېدو د ایټالیا شمال ته د سیلانیانو لپاره دغه په زړه پورې ښار هم خالي کړی دی او دې کانال کې د کښتوړیو تګ را تګ ځنډېدو پسې رسوب هم ټیټ شوی دی.
د دې کانالونو اوبه دومره پاکې شوې چې ان کبان پکې لیدل کېږي.
۳ مهرباني

که څه هم دا خبرونه شته چې پلورنځیو کې د توکو پېرلو پر سر خلکو جنجال کړی، خو دې ویروس خپرېدو سره ټوله نړۍ کې د مینې چلن هم زیات شوی دی.
نیویارک کې دوو کسانو د ۱۳۰۰ داوطلبو په مرسته په ۷۲ ګړیو کې بوډاګانو او زیانګالو پاړکو ته اړتیا وړ خواړه او درمل رسولي دي.
د فیسبوک په خبره، برتانیا کې لکونه خلک د ځايي ملاتړو ډلو غړي شوي او کاناډا کې هم ورته څه روان دي.


د اسټرالیا په ګډون ځینې هېوادونو کې ځینې سوپر مارکېټونو خپل کاري وخت بوډاګانو او معلولانو ته ځانګړی کړی چې په ډاډ سره پکې اړتیا وړ پېر او پلور وکړي.
په ورته مهال خلکو بسپنه یا چنده کړې ده، په زړه پورې خواړه یې نورو ته ور کړي او هم یې نرم چلن ور سره کړی دی.
قرنطین شویو کسانو ته یې د ډاډګېرنې پیغامونه استولي او خپل کارځي یې د خوړو وېشلو پر ځای بدل کړي دي.
۴ ګډه جبهه

د عکس سرچینه، EPA
کاري بوختیا او شخصي ژوند مو له نورو لرې کوي، خو کورونا ویروس ټول اغېزمن کړي او له امله یې نږدې ټوله نړۍ کې خلک سره نږدې شوي دي.
ایټالیا کې چې تګ را تګ نشته، خلک د خپلو خونو برنډو یا بالکونونو کې سره ټولېږي او ډاډمنوونکې ترانې وايي.
د اسپانیا سوېل کې لوبغاړی د استوګنځیو منځ کې پر کوچني بام درېدلی او د ځان نرمولو درس یې ور کړی او د دې ځای استوګنو له خپلو برنډو له نوموړي سره دې ټولګي کې ګډون کړی دی.
ډېرو خلکو دا حالت چانس ګڼلی او له دوستانو سره یې غږیز یا ویډیويي تماس نیولی دی.
کورونا ویروس د روغتیاپالو کار زیات کړی، اروپا کې زرګونه خلک دا کسان هڅوي او لندن کې هم زدکوونکي د روغتیاپالو د ماشومانو د پاللو او کور چارو لپاره داوطلب شوي دي.
۵ نوښت

د عکس سرچینه، Reuters
د میلیونونو کسانو قرنطین سبب شوی چې ډېر کسان وخت غنیمت وبولي او نوښت وکړي.
د خواله رسنیو کارن د کتاب لوستلو، کیک پخولو، ګنډلو او انځورګرۍ خبرې کوي.
د واشنګټن عمومي کتابتون د مجازي کتاب لوستلو غونډې پیل کړې دي.
وتلي ایټالیايي اشپز ماسیمو بوتورا اینسټاګرام کې د قرنطین پخلیځ( قرنطین اشپزخانه) په نوم پروګرام چلوي او له مخې یې هغو خلکو ته د پخلي درس ور کوي چې کور کې قرنطین دي.
د امریکا ټنسي ایالت کې د هنر ښوونکي د هغو ماشومانو لپاره انټرنیټي ټولګی جوړ کړی چې ښوونځي ته نه ځي.
نوموړی له دې لارې غواړي دا ماشومان خپل کور کې نوښت وکړي.








