ښځه جومات ته د سپي دننه کولو په جرم پړه خو زنداني نشوه

جومات

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اندونېزیا کې مقدساتو ته سپکاوی جرم دی

په تېره جون میاشت کې پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره شوه چې ښيي يوه اندونیزیايۍ مېرمن له بوټانو سره جومات ته ننوځي او خپل سپی په جومات کې خوشی کوي.

د دغې " سوزته مارګارت" نومې مېرمنې پر دې کار په اندونیزیا کې مسلمانان ډېر غوسه شول.

نن چهار شنبه پلازمېنې جاکارتا ته نږدې په بوګور ښار کې محکمې دا مېرمن د دې کار له امله چې مقدس ځایونو ته سپکاوی بلل شوی، پړه وبلله.

خو قاضیانو وویل دا مېرمن که څه هم پړه ده خو دا چې عصبي ناروغي لري د سزا وړ نه ده او د خپل چلند مسووله نه شي بلل کېدایي.

ډاکټرانو په ۲۰۱۳ کال کې موندلې وه چې مارګارت یو ډول عصبي ناروغي لري. څارنوال له محکمې غوښتنه کړې وه چې دا مېرمن دې په اته میاشتې بند محکومه کړل شي.

د اندونیزیا د قانون له مخې مقدساتو ته سپکاوی جرم دی او سزا یې تر پنځو کلونو بند رسیږي.

په ویډیو کې څه لیدل کیږي؟

په دې ویډیو کې ښکاري یوه مېرمن چې ظاهراً خپه ده جومات ته ننوځي او وايي کاتولیکه عیسایۍ ده او زیاتوي چې په دې جومات کې یې نن د مېړه نکاح تړل کېږي.

دا وايي د جومات له امله یې مېړه مسلمان شوی، همدا وايي او خپل سپی په جومات کې خوشی کوي. سپی له خوشي کولو وروسته اخوا، دېخوا منډې وهي، خو د جومات مسوولین هغې ته وايي چې د نکاح له کومو مراسمو نه دي خبر.

کله چې د جومات ساتونکی له دې مېرمن غوښتنه کوي چې له جوماته ووځي، ښځه هغه په لغته وهي.

په رپوټونو کې ویل شوي چې د مارګارت سپی وروسته موټر وهي او وژل کېږي.