سي ای اې پورې د سپټمبر ۱۱ بریدونو د تړلو له امله بښنه وغوښتل شوه

القاعده

د عکس سرچینه، Getty Images

د فرانسې د کالج د هغه کتاب خپروندوی بنسټ بښنه غوښتې چې پکې ویلي یې و، د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې د سپټمبر ۱۱ بریدونو کې لاس درلود.

دا کتاب لا هم هټیو یا دوکانونو کې شته.

کله چې خواله رسنیو کې یوه ډله استادانو دې سازشي فکر ته غبرګون وښود، نو د کتاب خپروندوی خپله وېبپاڼه باندې ولیکل چې دا جمله لیکل پکار نه و.

فرانسوي ژبه کې خپور شوی بیان دا هم زیاتوي: دا جمله داسې نظر څرګندوي چې حقیقت نه لري، د کتاب برخه کېدل پکار نه و. نه د خبروندي ټولنې الپس او نه هم د لیکوال د نظر استازي کوي.

دا درسي کتاب فرانسې، اروپا او نړیوال تاریخ د تېرې پېړۍ یو بشپړ کورس بلل کېږي.

د کتاب لیکوال د تاریخ او جغرافیا استاد ژا پییر روشي دی.

دا کتاب تېر نومبر خپور شو، خو د ښوونځي د یوه استاد زوی اول ځل پکې د سي ای اې په تړاو دا جمله پیدا کړه.

کتاب کې څه ویل شوي؟

نیویارک

د عکس سرچینه، STAN HONDA

د عکس تشریح، دوو الوتکو د نیویارک سوداګریز مرکز کې دوه برجونه په نښه کړل.

د کتاب ۲۰۴ مخ کې لیکوال د القاعده د بنسټېدو او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ پېښه کې نیویارک او واشنګټن کې د بریدونو ترمنځ تړاو ور کوي.

له هغه وروسته لیکوال دا جمله لیکي: په نړیواله کچه دا پېښه چې امریکا کې یې د امریکا د ځواک سمبولونه په نښه کړل، له کوم شک پرته چې سي ای اې پلان کړې ده، چې منځني ختیځ کې د امریکا اغېز ته لار برابره کړي.

کونسپریسي واچ وېبپاڼې- چې د سازشي یا پلاني نظریو په هکله خبرې کوي- دا مسله را پورته کړې او شکایت یې کړی چې کتاب کې دا جمله په ناسم ډول د دې خبرې څرګندولو هڅه کوي چې د سپټمبر ۱۱ بریدونه یو سازش و.

دا وېبپاڼه زیاتوي، پر ۲۰۱۸ کال د یوې سروې له مخې د ۳۵ کلونو په عمر ۲۱ سلنه کسانو د دې دریځ ملاتړ کړی چې وايي، د سپټمبر ۱۱ بریدونه د امریکا کار و او دې درسي کتاب سره دغه ۳۵ کلن خلک په نښه شوي دي.

فرانسوي خپرندوی الپس ویلي، د کتاب لیکوال ته پکار دي دا جمله لرې کړي او کومې کاپۍ چې لا هم هټیو ته استول شوې نه دي، باید سمون پکې راوستل شي.

د سپټمبر ۱۱ بریدونه

اسامه

د عکس سرچینه، CNN

د ۲۰۰۱ کال د سټمبر پر یوولسمه د امریکا وخت سهار دوه الوتکې نیویارک کې د سوداګریز مرکز دوو برجونو سره ټکر شوې او همدارنګه یوې الوتکې هم پنټګان په نښه کړ.

امریکا د دې برید مسوولیت پر القاعده واچاوه او پر افغانستان یې برید وکړ چې له امله یې د طالبانو واکمني وپرځېده.

د طالبانو واکمنۍ کې د القاعده بنسټګر اسامه بن لادن افغانستان کې و، خو د ۲۰۱۱ کال د مۍ په دویمه د امریکا ځانګړو ځواکونو نوموړی د پاکستان ایبټ اباد کې وواژه.