تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي: حوثي یاغیانو یمن کې ۶۰ پوځيان وژلي
رپوټونه وايي، د یمن مأرب ښار کې په نړیواله کچه په رسمي توګه د پېژندل شوي حکومت اړوندو ځواکونو پر روزنځي توغنديز برید لږترلږه ۶۰ پوځيان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.
د سعودي رسمي تلوېزیون ویلي، برید د ایران له ملاتړ برخمنو حوثي یاغیانو کړی، خو حوثیانو تر اوسه نه دي ویلي، چې دا برید دوی کړی.
حوثیان د یمن پر پلازمېنه صنعاء لاهم واکمن دي. مأرب د یمن منځ کې پروت ښار دی، چې د عبد ربه منصور هادي د ځواکونو په لاس کې دی.
له ښاغلي هادي سره د سعودي عربستان او د حوثي ضد ټلوالې ملاتړ دی.
په یمن کې د روانې جګړې له کبله بشري کړکېچ زښت ډېر شوی دی، هلته له ټول ټال وګړو کابو څلور پر پنځمه برخه (۲۴ میلیون وګړي) یې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د یمن ۱۰ میلیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوړو مرستو ته اړ دي.
ملګري ملتونه وايي، په یمن کې د جګړې له کبله تر ۷۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
خو څارونکي پر دې اند دي چې د وژل شویو شمېر تر دې هم ډېر دی.
امریکا مېشتې د شخړو او پېښو ثبتوونکې ادارې ACLED وېبپاڼه کې راغلي، چې د یمن جګړه کې تر اوسه ۹۰ زره ولسي وګړي او د جګړې ښکېلو غاړو کسان وژل شوي.