تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یمن کې پر پوځي مارش برید کې ۳۲ کسان وژل شوي
یمن کې پر پوځي مارش مراسمو د حوثي یاغیانو یوه برید کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي دي. د یوه ټلویزیون رپوټ کې چې چارې یې حوثیان سبمالوي، ویل شوي دي، عدن ښار کې پر پوځي مراسمو د توغندیو او یوه ډرون برید شوی دی. په برید کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي.
عدن د یمن هغه حکومت مرکز دی چې په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی دی. یاغیان وايي، دغه پوځي مراسم د ښار په شمال کې پر هغه سیمه یوه تازه برید ته چمتوالی و.
خو حکومتي چارواکي بیا دغه ادعا ردوي او وايي، مراسم د نویو فارغ شویو پوځي محصلینو د فراغت په مناسبت ترتیب شوي وو. یوه عیني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له برید وروسته یې پر ځمکه د پوځیانو پراته مړي لیدلي او ځینې سرتېرو په چیغو ژړل.
''هلته د پنجرې بل لور ته چې مراسم روان وو، چاودنه وشوه، ځينو سرتېرو پر یوه پراته مړي ژړل، چې ښايي د قومندان یې و. ''
د بې پولې ډاکټرانو خیریه ټولنې مسوولین وايي، پېښه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي. هغه پوځي اډه چې دغه مراسم پکې کېدل، د هغه حکومت پلوه ملېشه ځواک اړوند دی چې امنیتي ملاتړ نومېږي.
له دې مخکې د سې شنبې پر ورځ همدې عدن ښار کې یوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه او درې افسران یې ووژل. تر اوسه معلومه نه ده چې هغه برید پر پوځي کمپ له برید سره تړاو لري او که نه.