یمن: حوثي یاغیان د بې باورۍ فضا کې له بندري سیمو وځي

د يمن لوېديځ سمندرغاړو اوږدو کې له مهمو بندرونو د حوثيانو له خوا په يو اړخيز ډول د وتلو بهير روان دی. د وتلو دا کار چې پرون پيل شوی، اټکل دی چې څلور ورځې دوام وکړي.

دا په هغه مهم تړون کې مخ پر وړاندې ګام ګڼل کېږي چې تېر ډسمبر کې پرې سلا شوې وه، او ورسره یې دا هيلې زياتې کړې، چې ميليونونو يمنيانو ته به ډېر ژر مهمې مرستې ورسېږي.

د بي بي سي خبریاله لیز دوسیت په خپل رپوټ کې وايي اوس د ژوند هغه لومړنۍ هیله پیدا شوې چې تر دې وړاندې تقریباً مړه وه.

پرون شنبه حوثي یاغیانو له دریو بندرونو څخه خپلو کسانو په اېستلو پیل وکړ او وايي چې په څلورو ورځو کې به د دوی ټول کسان له بندرونو ووځي.

حوثي یاغیانو له نژدي پنځو کلونو راهیسې په یمن کې پر بندرونو کنټرول درلود خو له دې وروسته به د بندرونو چارې ساحلي ساتوونکي پرمخ وړي. ساحلي ساتوونکو له دې امله نن یکشنبه یو لړ مراسم هم ترسره کړل، خو د یمن حکومت وايي دا هرڅه یوه ننداره ده او تور پورې کوي چې حوثي جنګیالیو یوازې خپل یونیفورمونه بدل کړي دي، حوثيان بیا حکومت او ملاتړې یې سعودي تورونوي چې د پرمختګ مخه یې ډپ کړې ده.

د حوثي یاغیانو یوه چارواکي بي بي سي ته وویل "اوس هرڅه له ملګرو ملتونو او د ځینو په وینا د یمن حکومت سره تړاو لري، د یمن خلکو پورې تړاو لري چې پر هغو فشار واچوي چې د دې هوکړې په لار کې خنډونه جوړوي. موږ له دې نور مخکې نه شو تللی تر هغه چې نور هېوادونه خپلې ژمنې پوره نه کړي".

د ملګرو ملتونو چارواکي دغه نازک حالت څاري. که په دې لړ کې لومړي ګامونه بریالي شي نو دواړه ښکیلې غاړې به خپل ځواکونه د حدېده له ستراتیژیکې سیمې په شاه کړي.

که داسې کېږي نو په یمن کې به د سولې خبرو ته لاره هواره شي.

یمن ته اړینې مرستې او واردات د همدې حدېده بندر له لارې کېږي. په حدېده کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر مایکل لولیسکارډ وايي "کله چې درې واړه بندرونه په بشپړه توګه غیرپوځي شي نو د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت دفتر او د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره به وکولای شي چې د بندر له چارواکو سره د مرستې په خاطر خپل مسوولیتونه ترسره کړي."

دا هرڅه په داسې حال کې دي چې وار دمخه په یمن کې بوږنوونکې لوږه خپره ده، میلیونونه وګړي مرستو ته اړ دي، خو تر مرستو ډېر په یمن کې سولې ته اړتیا ده.