سعودي: حوثي یاغیانو یمن کې ۶۰ پوځيان وژلي

یمنی پوځي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مأرب د یمن منځ کې پروت ښار دی، چې د عبد ربه منصور هادي د ځواکونو په لاس کې دی.

رپوټونه وايي، د یمن مأرب ښار کې په نړیواله کچه په رسمي توګه د پېژندل شوي حکومت اړوندو ځواکونو پر روزنځي توغنديز برید لږترلږه ۶۰ پوځيان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

د سعودي رسمي تلوېزیون ویلي، برید د ایران له ملاتړ برخمنو حوثي یاغیانو کړی، خو حوثیانو تر اوسه نه دي ویلي، چې دا برید دوی کړی.

حوثیان د یمن پر پلازمېنه صنعاء لاهم واکمن دي. مأرب د یمن منځ کې پروت ښار دی، چې د عبد ربه منصور هادي د ځواکونو په لاس کې دی.

له ښاغلي هادي سره د سعودي عربستان او د حوثي ضد ټلوالې ملاتړ دی.

په یمن کې د روانې جګړې له کبله بشري کړکېچ زښت ډېر شوی دی، هلته له ټول ټال وګړو کابو څلور پر پنځمه برخه (۲۴ میلیون وګړي) یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

یمن کې یوه هدیره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا مېشتې د شخړو او پېښو ثبتوونکې ادارې ACLED وېبپاڼه کې راغلي، چې د یمن جګړه کې تر اوسه ۹۰ زره ولسي وګړي او د جګړې ښکېلو غاړو کسان وژل شوي.
حوثي یاغیان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، حوثي یاغیان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د مرکزي حکومت پر ضد جنګېږي

د یمن ۱۰ میلیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوړو مرستو ته اړ دي.

ملګري ملتونه وايي، په یمن کې د جګړې له کبله تر ۷۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

خو څارونکي پر دې اند دي چې د وژل شویو شمېر تر دې هم ډېر دی.

امریکا مېشتې د شخړو او پېښو ثبتوونکې ادارې ACLED وېبپاڼه کې راغلي، چې د یمن جګړه کې تر اوسه ۹۰ زره ولسي وګړي او د جګړې ښکېلو غاړو کسان وژل شوي.