یمن کې بیلتون پالو وسله والو پر عدن ښار قبضه وکړه

عدن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په نښتو کې د ولسي وګړو په ګډون ۷۰ تنه وژل شوي دي

په یمن کې بیلتون پاله وسله والو له څو ورځنۍ جګړې وروسته د عدن بندري او مهم ښار نیولی دی. دغه بیلتون پال د هغه حکومت پر ضد جنګېږي چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی. دواړو خواو پرون اوربند اعلان کړی و، خو سیمه کې وضعیت لا هم ترینګلی دی.

د اې پي خبري اژانس وایي، نښتو کې تر دې دمه د ولسي وګړو په ګډون ۷۰ تنه وژل شوي دي.

ځینې دا بیلتون پاله ډلې د متحده عربي اماراتو ملاتړ هم لري او وایي، په عدن ښار کې یې پوځي اډې او د ولسمشرۍ ماڼۍ هم نیولې دي.

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې نړیوالې ټلوالې ګواښ کړی چې د دې بیلتون پالو ډلو پر ضد به پوځي اقدام کوي. دې ټلوالې پر بیلتون پالو ډلو غږ کړی چې له عدن ښاره ووځي، کنه پر ضد به یې هوایي بریدونه وشي.

د یمن حکومت پر عدن ښار د بیلتون پالو قبضه یوه "کودتا" بللې ده.

د یمن په سویل کې بیلتون پاله ډلې په کورنۍ جګړه کې د حکومتي ځواکونو ترڅنګ ولاړې وې، خو اوس د خپلواکي غواړي او له حکومتي ځواکونو سره نښته کوي.

عدن

د عکس سرچینه، EMPICS

د عکس تشریح، د یمن کورنۍ جګړه کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي

د عدن ښار په دې مهم دی چې د ولسمشر عبدربه منصور هادي د واک مرکز بلل کېږي. ولسمشر پخپله دا مهال د سعودي عربستان په ریاض ښار کې دی.

د یمن اصلي پلازمینه صنعا له ۲۰۱۴ د حوثي یاغیانو په ولکه کې ده. د یمن حکومتي ځواکونه او په سویل کې بیلتون پاله ډلې له څو کلونو راهیسې د حوثیانو پر ضد جنګېږي.

متحده عربي اماراتو دا بیلتون پاله ډلې روزلې دي او مالي ملاتړ یې کوي، خو اوس یې پر دی غږ کړی چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

د یمن په روانه کورنۍ جګړه کې تر دې دمه لسګونه زره کسان وژل شوي دي.