ملګري ملتونه: حوثیان د یمن له دریو مهمو بندرونو وځي

یمن

د عکس سرچینه، EPA

ملګري ملتونه وايي يمن کې حوثي ياغيان پلان لري چې د شنبې په ورځ ( د مۍ ۱۱) له دريو مهمو بندرونو خپل وسله وال وباسي.

دا له هغه راهيسې يو لوى گام دى چې تير ډیسمبر کې د یمن ښکېلو غاړو پر اوربند هوکړه وکړه.

حوثیانو هم په ټوېټر کې د خپلو وسله والو د وتلو خبره منلې ده.

لا هم مالومه نه ده چې له دې سیمو د حوثیانو یو لوریز وتلو سره به د یمن دولتي ځواکونه هم ورته کار وکړي که نه.

د ملګرو ملتو د څاونکو او پلټونکو مشر جنرال مایکل لولسګرارډ-چې د هوکړې څارنه کوي- وايي حوثيان نيت لري چې سره له ننه له حديده ، سليف او راس عيسا بندرونو د خپلو ځواکونو په ايستلو لاس پورې کړي.

د دې بندرونو اهمیت

یمن

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، حوثیان د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې صنعا ته ننوتل او د ۲۰۱۵ په جنورۍ کې بشپړ واکمن شول

حدیده بندر د یمن تر ټولو لوی بندر دی، سلیف بندر هم د غنمو واردولو لپاره کارېږي او له راس عیسا هم تېل دغه هېواد ته لېږدول کېږي.

د ملګرو ملتونو یو ویاند وايي، دا بندرونه پر هغو میلیونونو یمنیانو د مرستې وېشلو لپاره مهم دي چې له لوږې رنځېږي.

له دې بندرونو د حوثیانو وتل یو لوریز دي، خو ور سره د یمن د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې دوامداره کېږي، چې لسګونه زره کسان پکې وژل شوي دي.