یمن جګړه: حوثي وسله والو سلګونه زندانیان خوشي کړل

یمن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سور صلیب وایي، ټولټال ۲۹۰ زندانیان خوشي شوي دي

د سره صلیب نړیواله اداره وایي، په یمن کې حوثي یاغیانو په یو اړخیز ګام کې سلګونه زندانیانو خوشي کړي دي. دغه ګام د هغه بهیر برخه ده چې ملګرو ملتونو په یمن کې د سولې لپاره پیل کړی.

په خوشي شویو کسانو کې د هغه زندان ۴۲ زندانیان هم شامل دي چې روانه میاشت پرې بمبار شوی و او تر سلو ډېر کسان پکې وژل شوي وو.

هغه هوایي برید د سعودي عربستان په مشرۍ سیمه ییزې ټلوالې کړی و، چې د یمن کورنۍ جګړه کې د حکومت په ملاتړ د حوثي یاغیانو پر ضد جنګېږي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټن ګرېفېت هیله ښودلې چې د حوثیانو له دې ګام سره به جګړه کې ښکېلې دواړه غاړې نور زندانیان هم خوشي کړي.

ښکېلو غاړو تېره دسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځکړتوب یوه هوکړه کړې وه، چې په درېیو مادو کې یې یوه د زندانیانو د تبادلې په اړه وه.

یمن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د یمن په روانه جګړه کې تر دې دمه لسګونه زره کسان وژل شوي دي

حوثیانو د دوشنبې پر ورځ ویلي چې دوی به د درېیو سعودي اتباعو په ګډون ټولټال ۳۵۰ زندانیان خوشي کوي. دوی پر مخالف لوري، یعنی د یمن پر حکومت هم غږ کړی چې ورته ګام پورته کړي.

ملګرو ملتونو هم پر دواړه خواو غږ کړی چې ژر تر ژره دې د نورو زندانیانو د خوشي کولو لپاره خپلو منځو کې خبرو ته سره کېني.

د یمن حوثي یاغیانو د یکشنبې پر ورځ اعلان کړی و چې له سعودي سره پولې ته نږدې نښته کې یې کابو ۲۰۰ حکومت پلوه وسله وال وژلي دي او ۲۰۰۰ نور یې نیولي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ سیمه ییزې ټلوالې ویلي، د حوثي یاغیانو دا ادعاوې یو تېر ایستونکی رسنیز کمپاین دی.

ټلواله همدا راز ادعا کوي چې وروستیو نښتو کې یې کابو یو نیم زر حوثي وسله وال وژلي او د دوی ۲۵۰ موټرې یې وېجاړې کړې دي.

یمن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، حوثي یاغیان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د مرکزي حکومت پر ضد جنګېږي

په یمن کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې کورنۍ جګړې تر دې دمه لسګونه زره کسان وژلي او میلیونونه نور یې بېځایه کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، په دې هېواد کې روان بشري وضعیت د نړۍ په کچه لوی ناورین دی.

نړیوال ټولنه او سیمه ییزې هېوادونه د عبد ربه منصور الهادي په مشرۍ حکومت په رسمیت پېژني، خو حوثي یاغیان بیا د ایران له ملاتړه برخمن دي.