حوثیانو پر پوله د زرګونه سعودي پوځيانو نیولو ادعا کړې

یحی سریا وايي، له کله راهیسې چې د دوی جګړه پیل شوې وه دا یو ډول ستر عملیات و

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یحی سریا وايي، له کله راهیسې چې د دوی جګړه پیل شوې وه دا یو ډول ستر عملیات و

په یمن کې حوثي یاغیان ادعا کوي چې د سعودي عربستان پر پوله یې له یوه لوی برید وروسته د سعودي عربستان ګڼ شمېر پوځيان نیولي دي.

د حوثي یاغیانو یو ویاند بي بي سي ته وویل چې د سعودي عربستان نجران سیمې ته نژدې د سعودي ځواکونو درې لواوې ورتسلیم شوي دي.

هغه زیاته کړه چې زرګونه سعودي سرتېري نیول شوي او ډېری وژل شوي هم دي، خو د سعودي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دوی ویاند سمونوال یحیی سریع وايي، له کله راهیسې چې د دوی جګړه پیل شوې وه دا یو ډول ستر عملیات وو او د سعودي ځواکونو ته سر او مال غټ زیان اوښتې.

هغه زیاته کړه چې نیول شوي ټول سرتېري به د یکشنبې په ورځ د حوثي یاغیانو په مشرۍ پر "المسیرة" ټلویزیون وښودل شي.

حوثيانو ویل چې دوی په ۱۴م د سېپټمبر د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکې او توغندیز بریدونه هم کړي چې ورسره یې د تیلو پر نړېوال بازار اغېز پرېوت.

په یمن کې کورنۍ جګړې د نړۍ یو تر ټولو خطرناک انساني ناورین په حرکت راوست

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په یمن کې کورنۍ جګړې د نړۍ یو تر ټولو خطرناک انساني ناورین په حرکت راوست

سعودي عربستان چې د امریکا، بریتانیا، فرانس او جرمني ملاتړ ورسره دی پر ایران تور ولګاوه چې په دې برید کې لاس لري.دا تورونه تهران بیا رد کړي دي.

د پېښې شالید څه دی؟

په یمن کې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې جګړې پیل شوې کله چې د دې هېواد ولسمشرعبدالرب منصور هادي او کابینه یې اړه شوه، څو پلازمېنې صنعا پریږدي او د یمن سوېل ته لاړ شي.

سعودي عربستان د ولسمشرهادي ملاتړی دی او د ایران له ملاتړه برخمن یاغیانو پرضد یې د سیمه ییزو هېوادونو ایتلاف جوړ کړی او پر هغوي هوايي بریدونه کوي.

دا ایتلاف کابو هره ورځ هوايي بریدونه کوي خو حوثي یاغیان بیا معمولاً پر سعودي عربستان توغندي توغوي.

سعودي عربستان د ایران له ملاتړه برخمن یاغیانو پرضد د سیمه ییزو هېوادونو ایتلاف جوړ کړی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سعودي عربستان د ایران له ملاتړه برخمن یاغیانو پرضد د سیمه ییزو هېوادونو ایتلاف جوړ کړی

په یمن کې کورنۍ جګړې د نړۍ یو تر ټولو خطرناک انساني ناورین په حرکت راوست چې د هېواد ۸۰ سلنه (تر ۲۴ میلیونه زیات انسانان) بېړنیو انساني مرستو ته لاس وغځاوه چې د۱۰ میلیونه پایښت یې پر بهرنیو مرستو نغښتی دی.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې، ۷۰۰۰۰ کسان د یاد تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي.