سور صلیب: یمن کې د بمبار له امله تر سلو ډېر کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
سور صلیب نړیواله کومیټه وایي، د سعودي په مشرۍسیمه ییزې ټلوالې په یمن کې پر یوه زندان بمبار کړی او تر سلو ډېر کسان یې وژلي دي. سور صلیب وایي، بمبار د یکشنبې پر ورځ په ذمار ښار کې شوی او د پېښې ۴۰ تنه ټپیانو درملنه روانه ده.
د سیمې اوسېدونکو هم ویلي چې له تېرې شپې راهیسې یې د هوایي بریدونو غږونه اورېدل.
حوثي وسلوال چې د سیمه ییزې ټلوالې او د یمن حکومت پر ضد جنګېږي وایي، بمبار پر هغه ودانۍ شوی چې دوی د زندان په توګه کاروله.
سور صلیب هم مني چې دوی پخوا په دې ودانۍ کې له زندانیانو سره لیدلي وو.
خو د سعودي په مشرۍ ټلواله وایي، په دې برید کې هغه پوځي هدفونه په نښه شوي چې ډرون بریدونه ترې کېدل او توغندي ترې توغول کېدل.
په یمن کې د سور صلیب مشر فرانز راخنسټاین ویلي، دوی د بمبار له سیمې مړي را وباسي او داسې تمه نه کېږي چې څوک دې ژوند وموندل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۱۵ کال کې حوثي وسلوال د یمن ولسمشر عبدربه منصور هادي او د هغه کابینه اړ ایستل چې له پلازمېنې صنعا ووځي. له هماغه راهیسې په یمن کې کورنۍ جګړه روانه ده.
سعودي عربستان او د سیمې ځینې نور هېوادونه د ولسمشر هادي په مشرۍ حکومت لا هم د یمن اصل حکومت بولي او ملاتړ یې کوي.
حوثیان- چې ایران یې ملاتړ کوي- د سیمه ییزې ټلوالې د ورځنیو هوایي بریدونو په ځواب کې پر سعودي عربستان د مزایلو بریدونه کوي.
د یمن روانه جګړه د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین بلل کېږي او د دې هېواد ۸۰ سلنه وګړي امنیت او مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وایي په دې جګړه کې تر دې دمه تر ۷۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.








