تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'یمن ته پر لار د ایراني توغنديو پرزې نیول شوې'
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي، سمندري ځواکونو یې یوه بېړۍ نیولې چې د توغنديو پرمختللې پرزې پکې بار وې او یمن ته وړل کېد. یمن کې حوثي یاغیان د ایران له ملاتړه برخمن دي.
د امریکا پوځ د عرب سمندر په شمال کې ځینې پوځي تجهیزات نیولي، چې غالباً د ایران اړوند دي.
د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي اې بي سي خبري اژانس ته ته ویلي، په دې بېړۍ کې پرمختللې وسلې هم بار وې، چې ظاهراً یمن ته وړل کېدې. یمن کې د سعودي مخالف حوثي یاغیان فعالیت لري.
ددغه چارواکي په وینا، په دې بېړۍ کې له وچې اوبو ته او له اوبو څخه اوبو ته د توغول کېدونکو کروز توغندیو جلا شوې پرزې، د ټانک ضد توغندي، له ځمکې هوا ته توغندي هم دي.
د امریکا دفاع وزارت یوه ویاند شان رابرټسن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا بېړۍ د نومبر پر ۲۵مه درول شوې او لومړنۍ څېړنې ښيي چې د ایران پوځي پرزې او وسلې پکې بار دي.
د رپوټ له مخې، تېره اونۍ فورسټ شرمن سمندري بېړۍ دا بېړۍ درولې ده او وروسته یې د امریکا ساحلي ګارډ یوې بېړۍ دغه وسلې درولې او نیولې دي.
ددغه چارواکي په وینا، د بېړۍ عمله د وسلو په راغونډولو بوخت شول او امریکايي بېړۍ ته یې لېږدولې، خو وروسته یې د یمن چارواکو ته وسپارلې.
ددغې بېړۍ او د عملې د برخلیک په اړه یې تر اوسه خبر نه شته.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس تر ټولو لومړی دا خبر خپور کړی، چې وايي دا لومړی ځل دی چې په دې کچه توغندي یمن ته پر لار نیول شوي.