تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له برید وروسته د سعودي عربستان د تېلو تاسیسات
د شنبې په ورځ ګهیځ (سپټمبر ۱۴مه) د سعودي پر دوو تېل چڼځیو بقیق او خریص بې پیلوټه الوتکو جلا بریدونه وکړل.په یمن کې حوثيانو وویل دوی د سعودي عربستان د تېلو شرکت ارامکو اړوندو دوو بنسټونو ۱۰ بریدونه کړي. ددې بنسټونو د بیارغونې کارونه پیل شوي چې څو اوونۍ به بر کې ونیسي.
د بقیق د تېلو له چڼځی څخه دې اخیستل شوي عکس کې د تېلو یو ویجاړ شوی ټانکر ښکاري. سعودي عربستان په دې برید کې کارېدلي توغندي ایران کې جوړ شوي.
دا هم ولولئ:
ایراني چارواکو د سعودي دا تور رد کړی او د حوثیانو خبرې یې تایید کړې دي.د سعودي پر تېلو دغه برید په نړیواله کچه د تېلو پنځه سلنه راکړه ورکړه له کاره غورځولې ده.
له دې مخکې د ایران په ملاتړ یمن کې حوثي یاغیانو ویلي چې دا کار ددوی دی. امریکا هم ټینګار کوي چې ددې بریدونو تر شاه ایران دی.
په سعودي عربستان کې د تیلو پر تاسیساتو د بریدونو وروسته له تېرو څلورو میاشتو څخه د تېلو په قیمت کې ۶۸ډالره په بیرل کې زیاتوالی راغلی دی.
له دې برید وروسته سعودي عربستان یو ځل بیا له ایران سره لفظي شخړه وکړه.
۔