سعودي پر خپلو تېلو د بریدونو په اړه ثبوتونه وړاندې کړل

د سعودي عربستان دفاع وزارت د خپلو تېلو پر دوو چڼځایونو د تېرې اوونۍ بریدونو په اړه شواهد وړاندې کړي دي.

د یاد وزارت چارشنبه د هغو ډرون الوتکو او توغنديو پاتې شونې خبریالانو ته وښودل چې د دوی په وینا په ایران پورې اړه لري او په دې بریدونو کې کارول شوي وو.

سعودي چارواکي وایي، دې برید کې ۱۸ ډرون الوتکې او اووه توغندي کارول شوي وو، او دا خبره یې رد کړه چې ګواکې له یمنه توغول شوي وو.

تر دې وړاندې په یمن کې حوثي وسله والو، چې ایران یې ملاتړ کوي، د دې برید مسئولیت منلی و. ایران په دې برید کې ښکېلتیا رد کړې او ګواښ یې کړی چې د هر ډول پوځي ګام ځواب به ووایي.

خو د سعودي عرستان د دفاع وزارت چارشنبه وویل، برید کې د کارېدلیو وسلو پاتې شونې ښیي چې په برید کې ایران لاس درلود.

د سعودي دفاع وزارت ویاند چارشنبه وویل، پر بقیق تېلو چڼځای اتلسو ډرون برید کړی وو، او د خریص پر هغه اووه توغندي توغول شوي وو چې درې پکې په نښه نه وو لګېدلي.

د دفاع وزارت خبریالانو ته یوه ویډیو هم وښوده چې پکې د برید لوری وښودل شو، او د اوښتي زیان انځورونه یې هم خبریالانو ته وښودل.

د دفاع وزارت وویل، د برید کره ځای تر اوسه نه دی په ګوته شوی، خو ژر به یوه بله خبري ناسته کې اعلان شي.

بله خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چارشنبه وویل، د مالیې وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د دې بریدونو په ځواب کې پر ایران بندیزونه نور هم ډېر کړي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن سعودي ته سفر وکړي او له شهزاده محمد بن سلمان سره پر دې موضوع خبرې وکړي.

له دې مخکې پرون سه شنبه یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي سي بي ایس خبري شبکې ته وویل، هغه ځای چې په سعودي کې ترې بریدونه شوي، په سویلي ایران کې د خلیج پر شمالي څنډه موقعیت لري.

دغه چارواکی وايي، په سعودي عربستان کې د هوايي دفاع سیسټم ځکه د ډرون او توغندیو مخه و نه نیوله چې په وینا یې د یمن له لوري د بریدونو مخنیوي لپاره د سویل لور ته ځای پر ځای شوي وو.

ایران په دغو بریدونو کې ښکېلتیا رد کړې چې په نړیواله کچه یې د نفتو پر بازارونو اغېز وکړ.