تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ: "سملاسي مې محاکمه" کړئ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په داسې مهال په مشرانو جرګه کې د خپلې استیضاح په هکله د سملاسي محاکمې غوښتنه کوي، چې ډیموکراټان او جمهوریپال د دې محاکمې د پیلېدو پر وخت بندون یا بنسبت ته رسېدلي دي.
د چارشنبې په ورځ ولسي جرګې ولسمشر ټرمپ د واک ناوړه کارولو او د دوی د کارونو په مخ کې د خنډ اچولو په تور استیضاح کړ.
خو اوس ډیموکراټان مشرانو جرګه کې د ولسمشر له محاکمې انکار کوي چې د جمهوریپالو په لاس کې ده
دوی استدلال کوي چې جمهوریپال سناتوران له شاهدانو ډډه کوي او مناسبه محاکمه به ونه شي.
خو ښاغلي ټرمپ خپل ټوېټر کې لیکلي: د ولسمشر د نه وړتیا د طرحې تعقیبولو لپاره د ډیموکراټانو سندونه صفر دي یا هیڅ سند نه لري:
"وروسته له هغه چې ډیموکراټانو په کانګرس کې د روان چلن په هکله ماته قانوني حق را نه کړ. نه وکیلان، نه شاهدان هیڅ هم نه. اوس سنا ته دا ویل غواړي چې د محاکمې کار څنګه پرمخ بوځي. د یو څه ثابتولو شواهد یې صفر دي او هیڅکله به هم دې کار پسې نه شي، دوی د تېښتې لار لټوي. زه د خپل ځان سملاسي محاکمه غواړم".
د امریکا ولسي جرګې- چې ډیموکراټ ګوند پکې اکثریت دی- د پنجشنبې په ورځ په مصوبه کې ښاغلی ټرمپ له دوو تورونو سره مخ کړ؛ واک ناوړه کارول او د ولسي جرګې چارې خنډنۍ کول.
خو د ولسمشر د ګوند یا جمهوریپالو غړو رایه ور نه کړه.
ډیموکراټان وایي، ولسمشر ټرمپ د پوځي مرستو په بدل کې له اوکراین غوښتنه کړې وه چې د ده سیاسي سیال جو بایډن پر ضد د فساد قضیه پرانیځي.
جوبایډن د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ممکنه سیال دی.
ولسي جرګه دا هم وايي، ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ کارمنان نه پرېښودل چې د دې مسلې په هکله څېړونکې کمېټه کې شهادت ور کړي او دا کار یې د کانګرس د قانونې دندې په مخ کې خنډ جوړول او جرم دی چې د ولسمشر د واک له منځه تلو سبب کېږي.
ولسمشر ټرمپ دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې ډیموکراټان د ده پر ضد دسیسې جوړوي او په دې توګه یې له واک لرې کول غواړي.
ولسمشر څنګه محاکمه کېږي؟
د امریکا د قانون له مخې د ولسمشر سرغړونو ته د رسېدګۍ بهیر او له هغه د واک سلبول په ولسي جرګه کې د طرحې تصویب سره پیلېږي.
چې دا طرح تصویب شي، د ولسي او مشرانو جرګو په ګډه غونډه کې پر موضوع غور کېږي.
دې ناسته کې د ولسي جرګې غړي د څارنوالانو رول لري او پر ولسمشر تورونه لګوي او خپل شواهد او سندونه وړاندې کوي.
د مشرانو جرګې غړي هم دې دوسیه کې د قاضیانو رول لري.
د دواړو جرګو د خبرو په پای کې مشرانو جرګه د ولسمشر د واک سلبولو لپاره رایه اچوي.
که له دریو درې برخې سناتوران ولسمشر بې صلاحیته وبولي، ناوړتیا ته یې رایه ور کوي او ولسمشر له واک ګوښه کېږي.
خو د ټرمپ جمهوریپال ګوند په مشرانو جرګه کې ډېرې څوکۍ لري او فکر نه کېږي چې د نوموړي پرضد رایه ور کړي.
د امریکا متحده ایالتونو تاریخ کې ډونلډ ټرمپ دریم ولسمشر دی چې له استیضاح سره مخ کېږي، تراوسه نور دوه دې محاکمه کې له واک لرې شوي نه دي.