ډونلډ ټرمپ د محکمې لخوا دوه میلیون ډالره جرمانه شو

د نیویارک یوې قاضۍ پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ غږ کړی چې د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو کمپاین کې له خپل خیریه بنسټه د پیسو کارولو له امله دوه میلیونه ډالره جرمانه پرې کړي.

ډونلډ جې ټرمپ بنسټ پر ۲۰۱۸ کال له هغه وروسته وتړل شو چې څارنوالانو تور ولګاوه، تر ډېره د ښاغلي ټرمپ ګټو ته کار کوي.

د قاضۍ د حکم له مخې د ښاغلي ټرمپ او د هغه د دریو مشرانو بچیانو خیریه اداره سیاسي چارو کې نشي ښکېليدلی.

هغې وویل، باید خپله ټرمپ دا پیسې ور کړي.

"زه ښاغلي ټرمپ ته حکم کوم چې دوه میلیون ډالر ور کړي، که دا بنسټ وی بیا به هغه ته ور کول کېدې".

د نوموړې په خبره، دا پیسې باید اوس داسې اتو خیریه بنسټونو ته لاړې شي چې ښاغلی ټرمپ ور سره اړیکي نه لري:

"ښاغلي ټرمپ د ۲۰۱۶ کال لومړنیو ټاکنو کې د پخوانیو امریکايي سرتېرو لپاره ټول شوي فنډ یا پانګې کارولو سره خپله ژمنه ماته کړې ده".

د نیویارک لویه څارنواله لټیټیا جېمز وايي، د ټرمپ بنسټ له دریو نورو مشرانو ډونلډ ټرمپ جار، ایریک ټرمپ او ایوانکا ټرمپ غوښتل شوي چې د خیریه بنسټونو د مشرانو او مدیرانو د دندو په هکله روزنه ترلاسه کړي.

دا دوه میلیون ډالري جرمانه د دوسیې وروستی حل دی، خو ښاغلی ټرمپ او د هغه وکیلان دا قضیه سیاسي بولي او دې برخه کې د نیویارک ډیموکراټان تورنوي چې د ده پرضد له هرې لارې چارې کار اخلي.