"ډونلډ ټرمپ د دېموکراسۍ لپاره ښکاره خطر دی"

د امریکا د دیموکرات ګوند مهمو غړو پر جمهوریت پالو غږ کړی چې له ګوندیز سیاست پورته فکر وکړي او د ولسمشر ډونلډ د استیضاح په قضیه کې له دوی سره مرسته وکړي.

اډم شېف او جېري نډلر د دیموکرات ګوند هغه دوه مهم غړي چې د ولسمشر ټرمپ استیضاح غواړي. ښاغلي شېف ویلي، ډونلډ ټرمپ دېموکراسۍ ته یو موجود او ښکاره ګواښ پېښوي.

دیموکراتان د امریکا د استازو په جرګه کې ۳۶ اضافي څوکۍ او اکثریت لري او ښایي هلته د ولسمشر د استیضاح قضیه کې برلاسي شي.

خو له هغه وروسته به قصیه سنا ته استول کېږي، چېرې چې د ولسمشر جمهوریت پال ګوند اکثریت لري او د هغه د استیضاح مخه نیولی شي.

د استازو په جرګه کې هم دېموکراتانو یو غړی جېف وان ډریو د ولسمشر ټرمپ د استیضاح مخالف دی او تمه کېږي چې ډېر ژر به ګوند بدل کړي.

ښاغلي ډریو د جمعې پر ورځ له ولسمشر ټرمپ سره هم ولیدل. په دې کتنه کې ښاغلي ټرمپ د هغه د صادقانه دریځ ستاینه وکړه.

د استازو جرګه کې وړاندې شوې دوسیه کې پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور لګېدلی دی چې د خپلو ګټو سیاسي ګټو لپاره یې له یو بل هېواده مرسته غوښتې ده.

دیموکراتان تور لګوي چې ښاغلي ټرمپ له اوکراین سره د پوځي مرستو په بدل کې له دې هېواده غوښتي چې د ده سیاسي مخالف جو بایډن او د هغه د زور پر ضد د فساد قضیه پرانیزي.

پر ولسمشر دا تور هم دی چې د دې قضیو په پلټلو کې یې د استازو له جرګې سره مرسته نه ده کړې، او په دې توګه یې د کانګرس د چارو مخه نیولې.

خو ولسمشر ټرمپ له پیله دا تورونه رد کړي دي. دی تور لګوي چې دیموکراتانو یې پر ضد سیاسي دسیسه جوړه کړې ده.

ښاغلی ټرمپ وایي، دا ټوله ناندرۍ به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ده سره لا ډېره مرسته وکړي.