د امریکا کانګرس قضاییه کمېټه کې د ټرمپ استیضاحول تصویب شول

د امریکا کانګرس کې قضايي جرګه ګۍ یوه لایحه تصویب کړې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د کانګرس علني غونډې رایې اچونې ته وربولي. په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ ټرمپ د کانګرس استیضاح ته وروغوښتل شي.

په پام کې وه چې د پنجشنبې په ورځ مازدیګر دا رای اچونه شوې وای، خو د قضاییه کمېټې د دیموکراتو او جمهوریپالو غړو ترمنځ اختلاف ددې لامل شو چې دا بهیر وځنډېږي.

دیموکراتان د امریکا کانګرس کې برلاسي دي او د ټرمپ د استیضاح لامل هم تر ډېره له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په تړاو دی.

ټرمپ وايي له واکه یې ناوړه ګټه نه ده اخیستې، او دیموکراټان د "کودتا" په هڅه تورنوي.

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ (ډیسمبر ۱۳مه) د استیضاح په اړه وویل، "دا تېر ایستل" دي.

په پام کې ده چې په قضاییه کمېټه کې د استیضاح د لایحې په تصویبېدو به راتلونکې اونۍ استازي په علني غونډه کې ددغې لایحې لپاره علني رایې اچوي.

د دیموکراټانو مشرې نانسي پیلوسي تېره ورځ وویل، د ګوند غړي یې د استیضاح د لایحې لپاره په رای اچونه کې تر فشار لاندې نه دي او دا اجازه به ولري چې هغوی پخپله په دې اړه پرېکړه وکړي.

ویل کېږي چې ولسمشر ټرمپ د جولای میاشتې په هغه ټیلیفوني اړیکه کې اوکراین ته پوځي مرسته د جو بایډن پر ضد د فساد قضیې پیلولو پورې تړلې وه او تمه یې درلوده چې ده ته یې سیاسي ګټه ورسېږي.