تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ استیضاح؛ ډیموکراتانو رسماً پر ولسمشر تورونه ولګول
د امریکا استازو جرګې قضايي جرګګۍ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح لړ کې یو مهم پرمختګ وکړ او پر نوموړي یې رسماً په دوه قضیو کې تورونه ولګول.
د دغې کمېټۍ مشر جیري نډلر پر ښاغلي ټرمپ تور پورې کړی چې له واکه یې ناروا ګټه پورته کړې او د کانګریس کار پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.
ویل کېږي ولسمشر ټرمپ د خپل سیاسي سیال جو بایډن د ځپلو لپاره د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زېلېنسکي غوښتي وو چې د ښاغلي بایډین او د هغه د زوی پر ضد د فساد قضیه پرانیزي، او که چېرې اوکراین دا کار نه وای کړی نو ولسمشر ټرمپ ګواښنه ورته کړې وه چې پوځي مرستې به پرې بندوي.
ولسمشر ټرمپ بیا وايي 'هېڅ ناسمه کړنه ' یې نه ده کړې او دغه ټول بهیر 'لیونتوب ' بولي.
که روانه اونۍ د استازو جرګې قضايي جرګګۍ دغه موضوع تایید کړي، وروسته به رایې اچونې ته وړاندې شي او که د جرګې غړي یې د رایو په اکثریت تایید کړي، چې دیموکراتان پکې ډېر دي، مشرانو جرګه به د ولسمشر استیضاح پیلوي.
د استیضاح دغه بهیر په ستمبر کې د یوه داسې لوري لخوا چې نوم یې نه دی یاد شوی، کانګرس ته له هغه شکایته وروسته پیل شو، چې په جولای میاشت کې د اوکراین ولسمشر ته د ښاغلي ټرمپ د ټیلیفوني خبرو په اړه شوی و.
د قضایي جرګګۍ مشر ښاغلي نډلر خبریالانو سره مرکه کې ولسمشر ټرمپ تورن کړ چې د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د مداخلې لپاره پر اوکراین د فشار له ډېرولو سره ''په نامناسب ډول یې د خپلې شخصي ګټې لپاره له خپل دولتي حیثیته ګټه پورته کړې او ملي ګټو ته یې زیان اړولی دی. ''
د کمېټۍ مشر وايي، ولسمشر ټرمپ ''ځان تر قانون پورته بولي، خو موږ باید پوه شو، چې هېڅوک ان ولسمشر هم تر قانون پورته نه دی. ''
د ده په وینا، د ولسمشریزو ټاکنو سالمیت له ګواښ سره مخامخ و.
ویل کېږي چې ولسمشر ټرمپ د جولای میاشتې په هغه ټیلیفوني اړیکه کې اوکراین ته پوځي مرسته د جو بایډن پر ضد د فساد قضیې پیلولو پورې تړلې وه، او تمه یې درلوده چې ده ته یې سیاسي ګټه ورسېږي.