د ټرمپ د استیضاح نوی پړاو پیلېدل او نوې ادعا

د امریکا یوه مهم ډیپلوماټ د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح د پلټنو د ښکاره غونډو پیل کې ويلي، چې ښاغلي ټرمپ د سیاسي سیال جو بایډن په هکله پخپله د اوکرایین د پلټنو پوښتنه کړې وه.

که دا ادعا سمه وي ښاغلی ټرمپ د اوکرایین د پلټنو په هکه له نور فشار سره مخ کېږي.

اوکرایین کې د امریکا پخواني سفیر بېل ټېلر د خپل بیان لومړیو کې وايي، یوه مرستیال یې دا خبرې واورېدې چې پکې د امریکا ولسمشر د جو بایډن په هکله د اوکرایین د پلټنو په تړاو پوښتنې کولې.

ښاغلي ټرمپ دغه ټیلیفوني خبرو کې د اورپايي ټولنې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ګورډن سانډلنډ سره غږېده.

ښاغلې ټېلر وايي، ګورډن سانډلنډ د ولسمشر د پوښتنې ځواب کې وویل: "اوکرایین پلټنو ته تیار دی."

د ښاغلي ټېلر په خبره، له دې خبر وروسته د ده مرستیال له ښاغلي سانډ لنډ وپوښتل چې ولسمشر د اوکرایین په هکله څه فکر لري.

ښاغلي سانډلنډ ځواب ور کړ، چې ولسمشر ټرمپ د بایډن په هکله پلټنې ډېرې مهمې بولي.

خو ښاغلي ټرمپ تېره میاشت د ښاغلي سانډلنډ په تړاو د یوې پوښتنې ځواب کې وویل: "زه دا ښاغلي سم نه پېژنم".

نوي مالومات ولې مهم دي؟

دا په پلټنو کې ځکه خورا لوی بدلون بلل کېږي چې په دې برخه کې له ولسمشر سره د ښاغلي سانډلنډ د نېغ تماس رپوټونه وو، خو داسې کره شواهد لا هم نه وو.

د ښاغلي ټېلر وروستۍ خبرې هرڅه بدلولی شي.

د چارشنبې ورځې د اورېدنې غونډه کې د ولسي جرګې د اطلاعاتو کمېټې وویل، یو بل شاهد به هم د جمعې په ورځ خپل شهادت د تړلو دروازو تر شا ووايي.

دا سړی ډیویډ هولمز دی او داسې ښکاري چې هماغه د ښاغلي ټېلر مرستیال دی.

ټاکلې ده ښاغلی سانډلنډ هم راتلونکې اونۍ ښکاره شهادت ووايي.

که دا دوه کسان د ښاغلي ټېلر خبرې ومني د ولسمشر د مدافعانو استدلال کمزوروي چې ویل یې، ښاغلی ټرمپ د اوکرایین د سیاست په هکله نارسمي چارو کې له نژدې ښکېل نه و؛ مطلب هم هغه کانال دی چې د ښاغلي ټېلر په خبره، په اوکرایین فشار راوړي چې د بایډنیانو په هکله پلټنې پیل کړي.

له دې سره ډیموکراټان د استیضاح په برخه کې د رضایت لپاره تازه دلیل لري، خو د ولسمشر ډله له تازه سرخوږي سره مخ کېږي.

د چارشنبې په ورځ د ولسي جرګې د اطلاعاتو کمېټه کې د ښکاره غونډو پیلېدو سره ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ رسمي ټوېتر کې د ویډیو خپرولو سره د استیضاح پلټنې "د امریکا سیاسي تاریخ کې تر ټولو لویه ټګي برګي" وبلله.

نوموړي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې په ترڅ کې وویل، د ښکاره غونډو لیدلو ته وخت نه لري.

پر بېل ټېلر سربېره اوکرایین کې د امریکا د سفارت سرپرستې، د اسیا او اروپا په چارو کې د امریکا یوه بل مهم ډيپلوماټ جورج کنټ هم د ولسي جرګې غونډه کې شهادت ور کړ.

ښاغلی ټرمپ تورن دی چې د جو بایډن او د هغه د زوی په هکله د پلټنو لپاره یې پر اوکراین د فشار اچولو لپاره دغه هېواد ته امنیتي مرستې وځنډولې.

که د ولسي جرګې اکثریت غړي د ولسمشر ټرمپ استیضاح ته رایه ور کړي، نو له دندې لرې کېدو ته یې د مشرانو جرګې له دریو د دوو برخو سناتورانو رایه په کار ده.

خو د مشرانو جرګې اکثریت سناتوران د ولسمشر ټرمپ د جمهوريپال ګوند غړي دي.