تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا مشرانو جرګې قضايي جرګګۍ: 'د ټرمپ کړنې امریکا ته ګواښ دی'
د امریکا مشرانو جرګې قضايي جرګګۍ مشر وايي، د ولسمشر ټرمپ کړنې د امریکا لپاره ګواښ دی او د هغه د استیضاح لپاره باید چټک ګامونه واخیستل شي.
جیرولډ نادلر د دوشنبې ورځې استماعیه غونډې پای کې وویل، ټرمپ د امریکا ټاکنې او دیموکراتیک نظام له خطر سره مخامخ کړی، چې په وینا یې قضايي جرګګۍ به د نوموړي د ګوښه کېدو لپاره خپل اجرآت چټک کړي.
خو جمهوریپالو استازو د ټرمپ پر استیضاحولو ټینګه نیوکه کړې او وايي ددې کار تر شا سیاسي انګیزه ده.
یوازې جمهوریپال د ټرمپ د استیضاح توان نه لري؛ ځکه چې مشرانو جرګه کې دیموکراتان برلاسي دي.
ناډلر پر اوکرایین د ټرمپ له خوا فشارونه په ښکاره د امریکا ملي امنیت او راتلونکو ټاکنو ته خطر وبلل.
د مشرانو جرګې دغه نهه ساعته ناسته له نیوکو او ګډوډیو ډکه وه.
خو د قضايي جرګګۍ مشر وویل، د ټرمپ د سرغړونو ډېر ثبوتونه شته: "حقیقتونه پوره ښکاره شوي" دي.
د ټرمپ لیرې کېدو لپاره د مشرانو جرګې د درېیمې برخې موافقه ضروري ده، چې دا کار تر ډېره ناشونی ښکاري.
وړاندې، د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پېلوسي اعلان کړی و چې یاده جرګه به رسماً د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح پروسه پیلوي.
ولسمشر ټرمپ یې په ځواب کې ویلي، که دېموکراتان دا کار کوي نو بیړه دې وکړي. پر ولسمشر ټرمپ تور دی چې له خپله واکه یې ناوړه ګټه اخیستې ده.
ویل کېږي چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي فشار راوړی و چې د جو بایډن پر ضد د فساد قضیه پرانیزي.